لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا : ابنائى هرمز کې خنډ اچول دمنلو وړ نۀ دي


د شوروپه ورځ دايراني بحريې يو لوړپوړي عهديدار ايډمرل حبيب الله سياري وئيلي وؤ دهغوي پوځونو لپاره ابنائى هرمز بندول ډير اسان کار دى خو دهغه په قول في الحال په دې اړه دگام اخستو ضرورت نشته
د شوروپه ورځ دايراني بحريې يو لوړپوړي عهديدار ايډمرل حبيب الله سياري وئيلي وؤ دهغوي پوځونو لپاره ابنائى هرمز بندول ډير اسان کار دى خو دهغه په قول في الحال په دې اړه دگام اخستو ضرورت نشته

امريکا وئيلي دي هغه به چاته دابنائى هرمز څخه دتيريدونکو تيل برداره بحري جهازونو په سفر کې دخنډ اچولو اجازت نۀ ورکوي.
بحرين کې د پينځمې امريکائي سمندري بيړې وياند وائي چې ابنائى هرمز دسمندري تجارت يوه اهمه ذريعه ده او دغه سمندري لاره دنوې نړۍ په خوشحالۍ کې يو ښه کردار ترسره کوي.
دشورو په ورځ وائس اف امريکا سره خبرو کې ليفټننټ رپيکا ريبارچ وويل امريکائي بحريه په سيمه کې دجهازونو ازادنه تگ راتگ کې دڅه رقم خنډ اچولو ځواب لپاره تياره ده.
واضحه دې وي چې دايران په نزد خليج فارس کې ددغه سمندري لارې څخه دنړۍ په دريوؤ کې يوه برخه تيل رسول کيږي.
له دې وړاندې دشوروپه ورځ دايراني بحريې يو لوړپوړي عهديدار ايډمرل حبيب الله سياري وئيلي وؤ دهغوي پوځونو لپاره ابنائى هرمز بندول ډير اسان کار دى خو دهغه په قول في الحال په دې اړه دگام اخستو ضرورت نشته.
ايډمرل سياري دوهم لوړپوړى ايراني چارواکى دى چې په روانه اوونۍ کې يې دخليج فارس په دغه داخلي لاره دامکاني بنديز اشاره ورکړې.
له دې وړاندې دنهې په ورځ مرستيال صدر محمود رضا رحيمي وئيلي وؤ چې که چرې لويديزو هيوادونو دايران دايټمي پروگرام په بدل کې دهغوي د پيټروليم مصنوعاتو په برامداتو پاپندۍ ولگولې نو دابنائى هرمز څخه دتيلو يوه قطره به هم تيريدو ته پرې نۀ ښودل شي.
دايران دغه دړکه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې ايراني بحريه دخليج فارس په دغه سيمه کې دلسو ورځو بحري مشقونو کې بوخته ده او دغه مشقونه دخالي په ورځ پيل شوي وؤ.
ايران دريځ لري دهغوي ايټمي پروگرام دپرامنه مقصدونو لپاره دى، خو تيره مياشت دملگرو ملتونو لخوا جاري شوي رپورټ کې انديښنه ښکاره شوې وه چې ايران په خفيه توگه دايټږي وسلو جوړولو هڅه کوي.
اروپائي اتحاديې اشاره ورکړې چې دراتلونکو څو اوونو په مهال په ايران نورې اقتصادي پابندۍ لگيدلى شي چې پکې دايراني تيلو بائيکاټ شامل دى.
په ياده دې وي چې دايران دبهرني تجارت زياتره برخه دتيلو په برامداتو مشتمله ده.
دابنائى هرمز دبنديدو له امله نړۍ ته دتيلو درسد عمل په عارضي توگه دځنډ ښکار کيدى شي، دسمندري لارې متبادلې لارې اوږدې او گرانې دي چې پخپلو سره يې دتيلو په نړيوالو نرخونو اثر پريوتلى شي.
دايران له لوري دابنائى هرمز دبنديدو ددړکې څخه وروستو دشورو په ورځ دتيلو نړيواله منډۍ کې نرخونو کې اضافه وشوه خو وروستو پکې ښۀ والى راغلو.
امريکائي خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس دسعودي عرب دتيلو دوزارت ديو چارواکي په حواله وئيلي دي په ايران دممکنه پابندو صورت کې به خليجي رياستونه دتيلو ورکړه کې رامينځته کيدونکي کمي پوره کولو لپاره تيار وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG