لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران د برازیل د سفارتکارۍ نه ناجائزه گټه پورته کوي


امریکا وائې د ایران ایټمي شخړې په اړه د برازیل د سفارتي حلو ځلو په حقله اندیښنې لري

امریکا ئې چارواکې په پټه نا خوښي څرگندوي چې ایران د ایټمي پروگرام په لړ کې د برازیل د منځگړي توب نه نا جائزه فائده پورته کوي چې دارنگ د هیواد خلاف نړي وال فشار کم کړی شي.
خو د زیارت په ورځ د امریکې د باندینو چارو وزیرې هیلري کلنټن د واشنگټن دغه ناخوښي په ډاگه بیان کړه.
د واشنگټن په بروکنگز انسټیټیوټ کې دقامي سملامتیه د پاره د امریکې نوي تگ لاره واضحه کولو په وخت میرمن کلنټن وویل امریکا برازیل سره د نزدې تعلقات لري او برازیل د امریکې ډیرموئثره ملگری پاتې شوی دی.
خو هغې وویل چې ایران د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یا سیکیورټي کاؤنسل لخوا د نوي بندیزونو په ضد کې د برازیل د سفارتکارۍ نه نا جائزه گټه پورته کول غواړي.
میرمن کلنټن وویل امریکا د هر هیواد سره په هره خبره اتفاق نه کوي او امریکا یقیناً د ایران په حقله د برازیل د سفارتکارۍ سره سخت اختلاف لري.
میرمن وویل دې د برازیل صدر او خارجه وزیر د امریکې ددغه تحفظاتو نه خبر کړی دی. میرمن کلنټن زیاته کړه ایران د نړي والې ټولنې اتحاد په ضد وخت حاصلول غواړي.
ددې میاشت په شورو کې ایران د ترکي او برازیل مشرانو ته ویلې ؤ ایران د نړي والو قوتونو دا تجویز مني چې د ١٠٠٠ کلوگرام نه زیات یورینیم د هیواد نه بهر صفا کولو دپاره لیږلو او په بدل کې تیار شوې ایټمي خشاک اخستو ته ته تیار دی.
خو ایران د یورینیم ذخیره ددې مقدار نه ډیره زیاته ده او ایران د تجویز دا شرط هم رد کړې چې د یورینیم جوړولو عمل دې وودروي. امریکا او ملگري يي دا گڼي چې د ایران دا یورینیم جوړولو عمل د ایټمي وسلو جوړولو سره تړلی دی.
ایران وائې د ایټمي پروگرام هدف يي توانائې جوړول دي.
میر من کلنټن وویل چې د برازیل مشران په روغ نیت د ایران ایټمي پروگرام سره تړلي لانجه حل کول غواړي خو د ایران نیت صفا نه دی.
میرمن کلنټن وویل چې برازیل ته ویلې امریکا دد ستاسو سره اتفاق نه لري او اوس وخت راغلی چې دا مسله سیکیورټي کاونسل ته یوړلی شي ځکه چې ایران به یواځې په دغه لاره خبرو اترو ته غاړه ایښدي.
میرمن کلنټن زیاته کړه چې د ایران په حقله د سفارتکارۍ په وجه به د امریکا او برازیل ته منځ ملگریته څه اثر نه غورځیږي.

XS
SM
MD
LG