لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د ایران سره د اقتصادي او سفارتي همکارۍ معاهده ختمه کړه


مایک پامپېیو دغه اعلان د شورو، چارشنبې، په ورځ په واشنگټن کې په یوه خبري غونډه کې وکړو
مایک پامپېیو دغه اعلان د شورو، چارشنبې، په ورځ په واشنگټن کې په یوه خبري غونډه کې وکړو

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو ویلي هېواد یې د ایران سره د اقتصادي او سفارتي همکارۍ دپاره د کال ١٩٥٥ معاهده ختمه کړه.

مایک پامپېیو دغه اعلان د شورو، چارشنبې، په ورځ په واشنگټن کې په یوه خبري غونډه کې وکړو.

د امریکې د فېصلې نه وړاندې د ملگرو ملتونو عدالت امریکې ته امر کړی و چې په ایران دې خپلې ځینې اقتصادي پابندۍ لرې کړي.

ایران د انټرنیشنل کورټ اف جسټس ته شکایت کړی و چې د امریکې اقتصادي پابندۍ د دواړو هېواودونو ترمنځ د کال ١٩٥٥ کې د معاهدې په ضد دي.

ایران سره د کال ١٩٥٥ لوظنامه د ختمولو په اړه مایک پامپېیو وویل ایران په هغه گامونو کې مداخلت کوي چې امریکا یې په قانوني توگه د خپل قامي سلامتیه د تحفظ دپاره اخلي.

مایک پامپېیو وویل ایران د ملگرو ملتونو عدالت د سیاست او د پروپېگنډې دپاره په غلطه توگه استعمالوی.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د ایران سره د کال ٢٠١٥ د اېټمي معاهدې د ماتولو فېصله کړې ده او په ایران یې د معاهدې د لاندې لرې کړی شوي اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې دي.

د ملگرو ملتونو عدالت د شورو، چارشنبې، په ورځ په خپله فېصله کې وویل ایران ته د هوايي جهازونو په پروزو پابندۍ به شهري هوابازۍ ته تقصان ورسوي او په خوراک او طبي الاتو او دوایانو بندیزونه به د ایرانیانو په صحت منفی اثرات ولري.

عدالت په خپل امر کې وویل چې امریکا دې په دغه مدونو کې ایران ته د شیانو په انتقال خنډان لرې کړی. عدالت په امریکا او ایران غږ وکړو چې داسې اقدامات دې وه نکړي چې خپل منځو کې جگړه یې عدالت ته بهر ووځي او حل کول یې مشکل شي.

هر هېواد د ملگرو ملتونو د عدالت په امر د عمل کولو پابند دي خو عدالت داسې څه انتظام نه لري چې په خپل امر عمل یقیني کړي.

ایران د نړيوال عدالت د فیصلې هرکلی کړی دی.

صدر ټرمپ د ایران سره د شوي اېټمي معاهدې خلاف دی او وايي معاهدې د اېټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نه نیوله.

ایران وايي اېټمي پروگرام یې د وسلو تیاروولو دپاره نه دی.

د ایران د اېټمي معاهدې نور فریقین روس، چین، جرمني، فرانس او برطانیه وايي د لوظنامې پابندي به کوي.

د کال ٢٠١٥ د معاهدې دلاندې ایران د یورینیم د صفا کولو عمل وتړلو او په بدل کې د امریکې په شمول نورو غربي قوتونو په ایران لگولې خپلې پابندۍ نرمې کړي.

د ملگرو ملتونو د اېټمي توانايي اداره چې د معاهدې څارنه کويي وايي ایران تر دا وخت د تړون خلاف ورزي نه ده کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG