لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايران وائي امريکائي ډرون يې په قبضه کې اخستې


تیر کال د ډسمبر په میاشت کې هم ایران دعوه کړې وه چې امریکائي ډرون يي نیولی دی
تیر کال د ډسمبر په میاشت کې هم ایران دعوه کړې وه چې امریکائي ډرون يي نیولی دی
دايران سرکاري ميډيا وائي دخليج فارس په سيمه کې يې دخپلو فضائي حدودو څخه امريکائي ډرون راکوز کړې او قبضه کې اخستى دى.
ايراني پاسداران انقلاب وئيلي دي چې امريکائي سکين ايگل نومې پيچيده اود وړوکي حجم بې پائيلټه جاسوسي الوتکه يا ډرون يې پخپلو فضائي حدودو کې راکوزه کړې ده.
دميډيا راپورونوکې دا خبره نۀ ده په ډاگه شوې چې ډرون چرته او څنگه په قبضه کې واخستل شو.
د ایراني دعوو په ځواب کې د امریکې سمندري پوځ یو ترجمان ویلي منځني ختیز کې يي کوم جهاز نه دی بې درکه شوی. کمانډر جیسن سلاټا ای پې خبرې ادارې سره خبرو اکې د ایران دا دعوه هم رد کړې امریکائي ډرون د ایران فضائي حدودو کې داخل شوی وو. هغه وویل امریکائي ډرون خپلې کاروائي په نړي والو اوبو او هوائي حدودو کې ترسره کوي.
دپاسداران انقلاب له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې ډرون الوتکې په خليج فارس الوتنه او څارنه کوله او معلومات يې راټولول، په ايراني حدودو کې دداخليدو سره سم دغه الوتکه په قبضه کې واخستل شوه.
دايليټ ځواکونو له مخې داسکين ايگل پشان ډرون دجنگي بحري بيړو څخه پورته کيږي.
دغه الوتکه دکم نرخ او تر اوږدې مودې پورې کارول کيدونکې ده او دبوئنگ کمپنۍ اين سټو نومې يوه څانگه يې جوړوي.
امريکائي چارواکو په دغه ايراني ادعا تر دې مهاله تبصره نۀ ده کړې.
تيره مياشت ايران دپينټاگان دهاغه راپور تصدیق کړى ؤ چې پکې وئيل شوي وؤ دوؤ ايراني جنگي الوتکو په بې پائيلټه امريکائي ډرون ډزې کړې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG