لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایران وايي امریکايي ډرون الوتکه یې غورځولې ده


په تیرو ورځو کې د سیمې په سمندري اوبو کې د تېلو په ټېنکرونو هم حملې شوې دي چې امریکا یې ذمه واري په ایران اچوي خو تهران د خپلې ککړتیا خبره ردوي
په تیرو ورځو کې د سیمې په سمندري اوبو کې د تېلو په ټېنکرونو هم حملې شوې دي چې امریکا یې ذمه واري په ایران اچوي خو تهران د خپلې ککړتیا خبره ردوي

ایران د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یو امریکايي ډرون یا بې پایلټه جهاز غورځولی دی چې ایراني مامورین وايي د ایران سرحد ته داخل شوی و خو امریکايي چارواکو ویلي دغه پېښه په نړیواله فضا کې شوې ده.

د ایران د وینا ترمخه، د هېواد پاسداران انقلاب ځواکونو امریکايي ډرون د ایران هرمزگان صوبه کې د هرمز سمندري تنگي سره نژدې وغورځولو. ایران وویل غورځول شوی ډرون ای کی څلورم گلوبل هاک ډول بې پایلټه الوتکه وه.

امریکايي مامورینو وویل غورځیدلی ډرون اېم کیو فور سي ټرایټن نومې جهاز و چې د هرمز تنگي دپاسه په پرواز و.

د امریکې د مرکزي کمانډ ترجمان کېپټن بل اربن وي او ای ته وویل "نن په ایراني فضا کې هیڅ کوم امریکايي الوتکې پرواز نه کولو."

ترجمان نور تفصيل وړاندې نه کړو خو خبره یې د ایران دریځ ردوي چې غورځیدلی ډرون د ایران هوايي سرحد ته داخل شوی و.

ایران د امریکايي ډرون د غورځولو دعوه په داسې حال کې کړې ده چې په سیمه کې د ایران او امریکې ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی، امریکې سیمې ته اضافي عسکر لېږلي دي او وايي ایران تېره هفته هم د یو امریکايي ډرون د نسکورولو کوښښ کړی و.

په تیرو ورځو کې د سیمې په سمندري اوبو کې د تېلو په ټېنکرونو هم حملې شوې دي چې امریکا یې ذمه واري په ایران اچوي خو تهران د خپلې ککړتیا خبره ردوي.

تېر کال د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ایران سره اېټمي لوظنامه ماته کړه او په ایران یې اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې.

ایران ویلي د امریکايي اقداماتو په ځواب کې به د هېواد د ټېټې کچې صفا شوي یورېنیم ذخیره زیاتوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG