لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یورپي هېواودنه ایران سره په تجارت کې ریاعت غواړي، امریکا یې نه مني


صدر ډانلډ ټرمپ د مۍ د میاشت په اتمه نېټه په وایټ هاوس کې لاس لیک کړي هغه حکمنامه څرگندوي چې د ایران یې سره یې معاهده ختمه کړه

د امریکې یورپي اتحادیانو غوښتل چې د ایران سره په تجارت کې دې ورته رعایتونه ورکړی شي خو امریکې یې خواستونه رد کړې دي.

امریکې د ایران سره په کال ٢٠١٥ کې د اېټمي معاهدې د ختمولو اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې په به ایران خپلې اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړي.

امریکې اعلان کړی دی چې په هغو هېوادونو به هم پابندۍ لگوي چې د ایران سره تجارتي لین دین کوي.

د ایران د اېټمي معاهدې یورپي فریقین فرانس، جرمني او برطانیه د ایران سره معاهده پرځای ساتل غواړي.

د سفارتکارانو او د نورو چارواکو ترمخه، د امریکې خارجه وزیر مایک پامېیو او د خزانې وزیر سټیو منوچن برطانيي، فرانس او جرمني ته لیکلې دي چې امریکا په پراخه کچه هغه هېوادونو ته د پابندو نه تحفظ نشي ورکولی چي د ایران سره لېن دېن کوي.

د پامېیو او د منوچن د خط په اړه د امریکې این بي سي ټېلې وژن په وړمبي ځل خبر ورکړی و. په خط کې ویل شوي دي چې دوی د "ایران په رژیم بې بې څاره اقتصادي فشار" اچول غواړي.

امرېکې ویلي د انسانی خېر ښېگړې او د قامي سلامتیه په بنیاد استثنا ورکولی شي.

امرېکايي وزیرانو دغه خط د تېرې میاشت د جرمنې، برطاني او د فرانس د درخواستونو په جواب کې لیکلی دی.

ایران سره د لوظنامې د ختمولو ورسته امریکې ویلي په تهران به خپلې اقتصادې پابندۍ بیا پرځای کړي. امکان دی چې د ایران ضد بندیزونه به د اگست د میاشت نه شروع شي. په ایران د پابندو هدف به د موټرو صنعت، تجارت، سره زر او ځینې نور شیان وي.

په ایران د امریکې د بندیزونو دویمه مرحله به نومبر په میاشت کې پېل کیږي. چې هدف به یې د هېواد د تېلو او د بېنکونو مد وي.

امریکې ویلي هغه هېوادونه چې د ایران سره تجارت کوي، د امریکې د بندېزونو سره به مخامخ کړی شي.

صدر ډانلډ ټرمپ د ایران سره شوي معاهدې سخت مخالف دی. هغه ویلي معاهده د ایټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نه نیسي او د ایران د مزایلو پروگرام د مخنیوي دپاره دې هم لوظنامه وشي.

ایران وايي د اېټمي پروگرام هدف یې وسله تیارول نه دي.

په کال ٢٠١٥ کې امریکې، روس، چین، فرانس، برطانيي او جرمني د ایران سره د هېواد د اېټمې پروگرام په سره لوظنامه لاس لیک کړه. د معاهدې دلاندې ایران د یورینیم جوړولو عمل وتړلو او په بدل کې غربي قوتونو په ایران لگول شوي اقتصادي پابندۍ نرمې کړې.

خو معاهدې نه د امریکې د وتلو ورسته ایراني مامورینو ویلي یورپي هېوادونو د ایران د غوښتنو سره سم په مناسب ډول اقتصادي کومک نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG