لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي چارواکو د هرمز تنگي د بندولو د ایران دعوه رد کړه


په سمندر د تېلو د نړیوال تجارت په دریو کې یوه برخه په هرمز تنگي تېریږي

د امریکې لوړ رتبه مامورینو په خلیج فارس کې د هرمز تنگي د بندولو په اړه د ایران دعوه رد کړې ده او ویلي یې دي چې امریکا به د تېلو د تجارت دغه اهمه لاره ازاده ساتي.

د هرمز تنگي په اړه د ایران دعوه په ردونکو امریکايي چارواکو کې براین هوک هم شامل وو چې د ایران دپاره د امریکې خصوصي استازی دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په واشنگټن کې د ډیفنس اف ډیموکریسیز نومې څېړنې اداره کې یوې غونډې ته براین هوک وویل "ایرانیان د ډیر وخت راهسې د هرمز تنگی د بندولو دړکې کوي...امریکا او همکاران به دا خبره یقیني کوي چې د هرمز تنگی د تجارتي تگ راتگ دپاره ازاد وي او په اینده کې هم د اوبو د نړیوالې لارې په توگه دې حېثیت پرځای وساتل شي."

په سمندر د تېلو د نړیوال تجارت په دریو کې یوه برخه په هرمز تنگي تېریږي.

د براین هوک د خبرو نه وړاندې د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو هم د هرمز په اړه د ایراني چارواکو بیانونه رد کړل او په خپل یو ټویټ کې یې وویل ایران د هرمز په تنگي "واک اختیار" نه لري.

د هرمز تنگي په اړه د ایران ورستۍ خبرې د ایران د حکومت د خبرونو ویب پاڼې تسنیم د نهې، سه شنبې، په ورځ چاپ کړې وې.

تسنیم په خپل رپورټ کې د ایران د پاسدارن انقلاب د سمندري ځواکونو مشر علي رضا تنگسیري له قوله ویلي "خلیج فارس زمونږ کور دی او مونږ د خلیج فارس امنیت یقیني کولی شو او دلته د امریکې په رنگ د هغه خارجي هېوادونو ضرورت نيشته چې دلته کور نه لري."

علي رضا تنگسیري یوه ورځ وړاندې په مشهد ښار کې وینا کوله.

د ایران د خبریالانو یوې ادارې د هرمز په اړه د تنگسیري یو بل قول رپورټ کړو چې هغه پکې وویل ایراني ځواکونو د خلیج فارس او د خلیجي اومان د "شنو اوبو" د دفاع تیاری لري چې پکې "د دښمن په اړه مکمل معلومات او د دښمن د موجودگۍ د څارنې" تیاری شامل دی.

په واشنگټن کې د ډیفنس اف ډیموکریسیز څېړونکي بهمان بن طالیبو د هرمز په اړه د ایراني دعوو په اړه د وي او ای فارسۍ څانگې ته وویل دا "بیانبازي" ده او داسې نه ښکاري چې گني ایران په سیمه کې د امریکي او یا د امریکې د اتحادي سمندري پوځونو خلاف کوم اقدمات اخیستل غواړي.

بن طالبیو وویل په روایتي توگه د ایران پاسدران انقلاب ځواکونه په خلیج فارس کې خطرات په غاړه اخلي چې اشاره یې په تېرو کلونو کې په سیمه کې د ایراني جنگي بېړو د امریکايي جنگي بېړو ویرولو ته وه. خو هغه دا خبره په ډاگه کړه چې د امریکې سمندري جنگي جهازونو سږ کال داسې پیښه نه ده ریکارډ کړې چې ښايي ایراني ځواکونه اوس د خطر نه ځان لرې ساتي.

تیره میاشت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او ددفاع وزیز جېم میټس ایران په ډاگه خبردار کړو چې امریکې ته دې دړکې نه ورکوي.

صدر ټرمپ په خپل یو ټویټ کې وویل که چيرې ایران امریکې ته د دړکو نه لاس وانخیستلو نو د داسې قسمه نتجو سره به مخامخ شي چې تاریخ کې به بل څوک ورسره نه وي مخامخ شوي. داسې ښکارېده چې ډانلډ ټرمپ د ایران صدر حسن روحاني دې خبرې ته جواب ویلو چې ویلي یې وو د ایران سره د امریکې جنگ به د "ټولو جنگونو مور وي.

د هرمز تنگی په اړه جېم مېټس ویلي وو که چېرې ایران تنگی بند کړو نو دا به د نړیوالو سمندري جهازونو په حرکت حمله وي او په نړیواله کچه به ددې د پرانستلو کوښښونه کولی شي.

XS
SM
MD
LG