لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ډیموکرېټک گوند صدر ټرمپ ایران سره جنگ نه ودرول غواړي


د کانگرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندگان کې ډیموکرېټک گوند اکثریت لري او د ایوان سپېکرې د ډیموکرېټک پارټۍ نینسې پلوسي په یو بیان کې د قرارداد د منظورولو اعلان وکړو

د امریکې په کانگرس کې د ډیموکرېټک گوند غړي نه غواړي چې صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره د جنگ شروع کولو اختیار ولري او امکان دی چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د یو قرارداد د لارې صدر ټرمپ د ایران خلاف د پوځ استعمالولو نه منع کړي.

د کانگرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز یا ایوان نمایندگان کې ډیموکرېټک گوند اکثریت لري او د ایوان سپېکرې د ډیموکرېټک پارټۍ نینسې پلوسي په یو بیان کې د قرارداد د منظورولو اعلان وکړو. هم په دغه بیان کې په عراق کې تېره هفته شوي د هغه امریکايي ډرون حملې غندنه هم شوې ده چې د ایران د القدس ځواکونو مشر جنرل قاسم سلېماني یې وژلی دی.

نېنسي پلوسي وویل صدر ټرمپ کانگرس سره د مشورې نه بغیر په جنرل سلېماني حمله کړې ده.

نېنسي پلوسي وویل په جنرل سلېماني حمله "راپارونکی" گام او د ضرورت د طاقت زیات استعمال و چې له امله یې امریکايي ځواکونو او سفارتکارانو دپاره خطرات راپېده شوې دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ قام ته وینا کې صدر ډانلډ ټرمپ وویل د جنرل سلېماني لاسونه د امریکایانو په وینو رنگ دي او د امریکایانو خلاف یې د نورو حملو سازشونه تیار کړي وو.

صدر ټرمپ په داسې ورځ د ایران په اړه خبرې کولې چې د جنرل سلېماني د وژل کېدو په انتقام کې تهران په عراق کې د امریکې دوه پوځي اډې په مزایلو وویشتلې.

امکان څرگندېدو چې په امریکايي پوځي اډو د مزایلو د حملې په ځواب کې به صدر ټرمپ د ایران خلاف نور پوځي گامونه اعلان کړي خو امریکايي صدر دریځ نرم لیدل کېدو او څېړونکي وايي صدر ټرمپ ایران سره په پراخه کچه د جنگ امکان کم کړو.

په کانگرس کې د ډېموکرېټک پارټۍ مجوزه قرارداد غواړي چې صدر ټرمپ دې د کانگرس د منظورۍ نه بغیر د ایران خلاف پوځي طاقت استعمال نه کړي او یا دې په امریکې د ممکنه حملې په صورت کې ځواکونه وکاروي.

نېنسي پلوسي وویل د ریپبلېکن گوند صدر ټرمپ حکومت دی د کانگرس سره په شریکه ایران د تاوتریخوالي کمولو دپاره کوښښونه وکړي. "امریکا او دنیا د بل جنگ توان نه لري."

د شورو، چهارشنبې، په ورځ د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو، د دفاع وزیر مارک اېسپر او د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشره جینا هېسپل د کانگرس غړو ته په جنرل سلېماني د حملې په اړه معلومات ورکړل.

د ډیموکرېټک پارټۍ غړو د حکومتي مامورینو په خبرو تنقید وکړو او ویې وېل حکومت په جنرل سلېماني د حملې جواز نه لرلو خو د واک من ریپبلېکن پارټۍ زیاتره غړي د حکومتي گامونو نه مطمئین وو.

د ډېموکرېټک پارټۍ په مجوزه قرارداد کې وېل شوي چې ایران په حکومتي کچه د ترهگرۍ مرسته کوي، ایران په منځني ختیځ کې د بې ثباتۍ هلې ځلې کوي چې مشري جنرل سلېماني کوله.

د قرارداد په مسوده کې وېل شوي چې امریکې د خپلې دفاع حق لري خو په داسې صورت کې حکومت ته پکار ده چې کانگرس خبر کړي چې د پوځي طاقت استعمال ولې ضروري دی؟ او دا چې حکومت باید دا وضاحت وکړي چې پوځي طاقت څه ډول په اینده کې د حملو مخه نیولی شي.

XS
SM
MD
LG