د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو ویلي په نړیوال عدالت کې د امریکې خلاف د ایران مقدمه د یو خپلواک هېواد په حېث د امریکې په اختیاراتو کې لاس وهنه ده چې د قامي سلامتیه د تحفظ دپاره قانوني گامونه واخلي او بندیزونه بیا پرځای کړي.
د مایک پامپېیو بیان د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ د گل، دوشنبې، په ورځ مطبوعاتو جاري کړ.
په انټرنیشنل کورټ اف جسټس یا د انصاف په نړيوال عدالت کې چې د هالېنډ په هیگ ښار کې موقیت لري، هم د گل دوشنبې، په ورځ د امریکې خلاف د ایران په خواست اورونه پېل شوه.
مایک پامپېیو وویل د ایران خواست د عدالت "بې ځایه" استعمال دی.
ایران عدالت ته خواست کړی دی چې امرېکې ته دې امر وکړي چې په هېواد لگولې اقتصادي پابندۍ دې ختمې کړي ځکه چې دا په کال ١٩٥٥ کې شوې د دواړو هېوادونو د ملگرتیا د لوظنامې خلاف ورزي ده.
د عدالت په فیصله کې څو میاشتې وخت لگیدلی شي.
د انصاف نړيوالو عدالت یا انټرنیشنل کورټ اف جسټس ته خپله مقدمه کې ایران وویل د بندیزونو په وجه د هېواد اقتصاد ته نقصان رسیدلی دی.
امریکې په ایران خپل اقتصادي پابندۍ پس له هغې پرځای کړي چې صدر ډانلډ ټرمپ د ایران سره د کال ٢٠١٥ م د اېټمې معاهدې د ماتولو فیصله وکړه. د معاهدې نور فریقین، روس، چین، برطانیه، فرانس او جرمني د معاهدې په حق کې دي.
مایک پامپېیو په خپل بیان کې د ایران سره د معاهدې د ختمولو دفاع وکړه او وې ویل صدر ټرمپ په "ډیره ساده وجه" د لوظنامې نه ووتلو ځکه چې "د ایراني رهبرانو د لاسه د راپورته شوي خطر نه د امریکايي ولس د تحفظ په ضمانت کې ناکامه وه."
مایک پامپېیو وویل امریکا به د ایران د دعوې پرضد خپله دفاع کوي او د خپلو اتحادي هېوادونو سره په همکارۍ د ایران دهغه هلوځلو مخه نیسي چې په سیمه کې د هغه په قول بې ثباتي رامځنته کوي.
امریکايي وزیر زیاته کړه چې "مونږ به دا خبره یقیني کوو چې ایران اوس او هیڅ کله هم اېټمي وسلې ته لار و نه مومي."
هغه وویل د ایران ولس په هېواد کې اقتصادي موقعو، په حکومت کې شفافیت او د زور زیاتي نه ازادېدو ته سترگې په لار دي او امریکا ورسره څنگ په څنگ لاړه ده.
ایران دا خبره ردوي چې د اېټمي پروگرام هدف یې اېټمي وسله ترلاسه کول وو.
د کال ٢٠١٥ د ایران د اېټمي معاهدې د لاندې ایران د یورینیم جوړولو کار ودرولو. په بدل کې غربي قوتونو په ایران لگولې اقتصادي پابندۍ نرمې کړې.
ایران نړیوال عدالت ته خپله مقدمه په داسې حال کې وړلې ده چې هېواد د اقتصادي کړکیچ سره مخامخ دی او څو ورځو وړاندې ایراني پارلېمنټ د هېواد د اقتصادي چارو وزیر د دندې نه لرې کړی دی.
بلخوا د ایران د دفاع وزیر امیر حتمي د اتوار، یکشنبې، په ورځ د دمشق د سفر په مهال ژمنه وکړه چې په شام کې د خانه جنگۍ د ختمېدو ورسته به تهران د شام په بیا ودانولو کې مرسته کوي. ایراني وزیر دا لوظ د دې پرته کړی دی چې امریکا، اسرائیل او سني عرب هېوادونه غوښتنه کوي چې ایران دې د شام څخه وځي.
په عین حال کې په ایران کې د اقتصادي کړکیچ دلاسه افراط زر کې اضافه شوې ده، د بې روزگارۍ شرح ١٢ فیصد ده او د ایراني کرنسۍ ریال قیمت غورځیدلی دی. رپورټونه وايي په تیرو څو میاشتو کې د خراب اقتصادي صورتحال پرضد د هېواد په بیلا بیلو ښارونو کې پرتشدد احتجاجونه شوې دي چې ٢٥ تنانو پکې ژوند دلاسه ورکړی دی.