لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې او ایران ويلي په ویانا کې به په غېر مستقیم ډول مذاکرات شروع کوي


په کال ۲۰۱۴ کې د ایران اېټمي معاهدې په اړه په ویانا کې د نړیوالو مذاکراتو یو تصویر
په کال ۲۰۱۴ کې د ایران اېټمي معاهدې په اړه په ویانا کې د نړیوالو مذاکراتو یو تصویر

امریکې او ایران د جمعې په ورځ وویل چې د ایران د اېټمې پروګرام په سر د کال ۲۰۱۵ اېټمي معاهده د بحالولو دپاره به په ویانا کې په غېر مستقیم ډول خبرې شروع کوي.

د دواړو ملکونو دغه خبرې چې د نهې، سه شنبې، په ورځ شروع کېدونکي دي د ایران د اېټمي معاهدې د بیا راژوندۍ کولو په لړ کې د پراخو مذاکراتو برخه دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي چې تهران تر اوسه پورې د امریکې سره نېغ په نېغه خبرو نه انکار کړی دی خو واشنګټن د ایران د دې فېصلې هرکلی و کړو چې د اسټریا سرښار ویانا کې به په غېر مستقیم ډول مذاکراتو کې کښېني او د ایران فېصله یې صحت مند ګام وبللو.

واشنګټن وویل د ایران د دغه ګام په نتېجه کې به ټوله توجه دې ته مرکوزه شي چې د معاهدې ټول فریقېن د لوظنامې پابندۍ ته راکښ کړي.

په ویانا کې د امریکې او ایران دغه مذاکرات د یورپي ملکونو اتحاد یورپین یونین د کوښښونو په نتېجه کې کېږي او د یونین یو چارواکي وویل د خبرو هدف دا دې چې په اینده دوو میاشتو څه موافقه ترلاسه کړی شي.

د امریکې پخواني صدر جوبایډن په کال ۲۰۱۸ کې امریکا د ایران اېټمي معاهدې نه ووېستله.

د صدر ټرمپ جانشین صدر جوبایډن ایران سره د معاهدې د بحالۍ خبره کړې ده خو د وي او ای رپورټ وايي واشنګټن او ایران په مجمله کې دي چې څوک به لومړی ګام اخلي.

په ویانا کې د مجوزه خبرو په اړه یو يورپي سفارتکار وویل چې ایران او امریکا دواړه په دې ښار کې دي خو دواړه به په یوه کوټه کې نه وي.

د امریکې د خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ ترجمان نېډ پرایس وویل د خبرو په جوړښت کې د کاري ډلو یا ورکنګ کروپس جوړول شامل دي چې پکې به د نورو ملکونو ترڅنګ ایران هم و ي.

نېډ پرایس وویل مذاکرات په مشکل وي او پکې په سمدستي ډول د پرمختک توقع نه ده پکار خو زیاته یې کړه "مونږ ګڼو چې دا د وړاندې تګ صحت مند ګام دی."

هغو وویل امریکې د ایران سره په مستقیم ډول خبرو ته هم تیاره ده.

ایران سره د اېټمي معاهدې نه د وتلو وروسته امریکې په تهران اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې. تهران د بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کوي.

د یورپېن یونین چارواکي وویل د ویانا په مذاکراتو کې به په دې غور کولی شي چې په ایران کومې پابندۍ لرې کېدلی شي او ایران د اېټمي معاهدې دلاندې کومې ذمه وارۍ پوره کولی شي.

د امریکې او د ایران نه علاوه د ایران د اېټمي معاهدې په نورو فریقېنو کې فرانس، روس، جرمني، چین او برطانیه شامل وو او معاهده یې په ځای ساتلې ده. د وړاندې تګ په اړه دغو ملکونو د جمعې په ورځ انلاین غونډه وکړه.

د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف د جمعې په ورځ په خپل یو ټوېټر پېغام کې امریکې سره نېغ په نېغه خبرې رد کړې خو ویې وېل د مذاکراتو هدف باید چې د بندیزونو لرې کېدل او د ایران د معاهدې پابندي کول وي."

د دوو سفارتکاران ترمخه د مذاکراتو په لومړي پراو کې به څو ورځې د خبرو ناستې کېږي او بیا به په اینده هفتو کې نور مذاکرات وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG