لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د ایراني خارجه وزیر په اثاثو او نیویارک ته په سفر د پابندیو اراده لري


د امریکې د خزانې وزیر سټیو منوشن
د امریکې د خزانې وزیر سټیو منوشن

امریکا د ایران خارجه وزیر محمد جواد شریف په اثاثو او نیویارک ته د هغه په سفرونو د بندیزونو لگولو اراده لري. ښاغلی ظریف د ایران شته من سفارتکار گڼل کیږي چې د ژوند دریمه برخه وخت یې په امریکا کې تېر کړی دی.

د امریکې د خزانې وزیر سټیو منوشن د گل، دوشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې یوې خبري غونډې ته وویل صدر ډانلډ ټرمپ ورته امر کړی دی چې د دې هفتې تر اخېره پورې دې په جواد ظریف پابندۍ ولگوي.

سټیو منوشن دغه اعلان په داسې حال کې وکړو چې امریکې په لومړي ځل د ایران تر ټولو لوې روحانی مشر ایت الله علي خامنايي او د پاسداران انقلاب ځواکونو په اتوو لوړ پوړو کمانډرانو پابندۍ ولگولې. منوشن وویل بندیزونه په هغو کسانو لگول شوي چې د ایران د خرابې رويي او تېره هفته د امریکې ډرون جهاز د غورځولو ذمه وار دي.

د ایران د خارجه وزیر په توگه جواد ظریف د ایران په قامي امنیتي شورا کې مستقل چوکۍ لري. دغه شورا ١٢ غړي لري او هېواد ته په خارجي او داخلي کچه د ورپېښو خطراتو په اړه خامنايي ته وړاندېزونه ورکوي.

د امریکې پخوانۍ سفارتکارې وېنډي شرمېن د وي او ای فارسۍ څانگې ته ویلي په دې خبره کې هېڅ شک نشته چې جواد ظریف خامنايي او د ایران صدر حسن روحاني ته ډیر نژدې دی او د ایران وفادار خارجه وزیر دی. مېرمن شرمېن د پخواني صدر براک اوباما د ایران اېټمي لوظنامې دپاره مشره مرکچي وه.

د امرېکن ایرانین کاونسل چې د امریکايي او ایراني ولسونو ترمنځ د ښو تعلقاتو دپاره کار کونکي اداره ده د دې مشر هوشنگ امیر احمدي وايي جواد ظریف په تېرو ٣٠ کلونو کې د خامنايي ته نژدې ترین خارجه وزیر دی. حسن روحاني جواد ظریف په کال ٢٠١٣ کې خارجه وزیر گمارلی دی.

احمدي وویل په خامنايي د بندیزونو وروسته په جواد ظریف پابندۍ لگېدل فطري خبره ده ځکه چې "هغه د سکې بل مخ دی."

د دې کال په شروع خامنايي د ایران د اېټمي پروگرام په اړه د څه ناخوښۍ څرگندونه کړې وه او بیا جواد ظریف د خپلې چوکۍ څخه د استعفا اعلان وکړو خو صدر روحاني د هغه استعفا منظوره نکړه.

د کال ٢٠٠٢ نه تر د کال ٢٠٠٧ پورې جواد ظریف په ملگرو ملتونو کې د ایران استازی و او په دغه مهال ورسره امیر احمدي په سلگونو ملاقاتونه کړې دي، وايي په جواد ظریف د بندیزونو لگولو یوه وجه دا هم ده چې هغه په باقاعده توگه د ټوېټر دلارې په ډانلډ ټرمپ نیوکې کوی

د شورو، چهارشنبې، په ورځ جواد ظریف په تهران کې د امریکې سي اېن اېن ټېلې وژن خبریال ته وویل په ایراني مشرانو د امریکې اضافي بندیزونه د ټول ایراني قوم سپکاوی دی.

دا لا نه ده واضحه چې امریکا به کله جواد ظریف امریکې ته د سفر نه منع کوی خو تراوسه د ایران د خاجه وزیر په توگه هغه ته د ملگرو ملتونو په هلو ځلو کې د برخه اخیستو دپاره نیویارک ته د سفر اجازت و خو نورو ښارونو ته لکه د پخوان په رنگ نشو تللی. جواد ظریف د ١٩٧٠ او ١٩٨٠ په لسیزو کې په امریکا کې د طالب علمۍ ژوند کړی دی.

دا هم لا نه ده واضحه چې د جواد ظریف په کومو اثاثو به پابندي لگولی شي. جواد ظریف د تهران په شته منه کورنۍ کې زېږیدلی دی او پلار یې مالداره تاجر و. ځینې څېړونکي وايي گمان نه کوي چې جواد ظریف په امریکا کې کومې اثاثې لري او د بندیزونو دلاندې به راشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG