لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جواد ظریف: د غربي قوتونو سره به د کال ٢٠١٥ م په معاهده مذاکرات نه کوو


د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو. دواړه د ایران سره د شوي معاهدې سخت مخالف دي
د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ او د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو. دواړه د ایران سره د شوي معاهدې سخت مخالف دي

د ایران خارجه وزیر ویلي هېواد به یې د ایران د ایټمي پروگرام په اړه د کال ٢٠١٥ م په معاهده د نړيوالو قوتونو سره نور مذاکرات نه کوي.

د زیارت، پنجشنبې په ورځ د محمد جواد ظریف بیان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ به دا فېصله کوي چې ایا د ایران سره شوي لوظنامه پرځای وساتي او که ماته یې کړي.

په یوټیوب خپل بیان کې ښاغلي ظریف وویل د نړيوالو قوتونو سره په شوي معاهده خو به نه مذاکرات کوي، به په دې کې اضافه کوي ځکه چې ایران په روغ نیت دا معاهده عملي کړې ده.

صدر ټرمپ د شروع راهسې د ایران شوې معاهدې مخالف دی او ویلي یې دي چې که چېرې په معاهدې کې ترامیم ونشول نو ماته بې کړي. صدر ټرمپ غواړي چې په معاهده کې د ایران د بېلیسټک مزایلو په پروگرام هم پابندي ولگول شي. د ایران دریځ دی چې د مزایلو پرگرام یې د دفاعي مقاصد دپاره دی.

په عین حال کې د ایران تر ټول لوې روحاني مشر ایت الله علي خامنايي د خارجه چارو مشیر د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل که صدر ټرمپ د ایران سره شوي لوظنامې نه بهر شو نه ایران به یې هم پابند نه وي.

د ایران په حکومتي ټیلې وژن وینا کې علي اکبر ولایتي وویل چې د معاهدې نه د امریکې په وتلو به ایران هم د پریکړې نه ځان وباسي. هغه وویل ایران معاهده یوازې په موجوده شکل کې تسلیموي، په دې کې نه اضافه او نه کمی مني.

د صدر ټرمپ حکومت په سمدستي توگه د ایراني مشرانو خبرو ته څه جواب نه دی ویلی.

د امریکې درې اتحادي هېوادونه، فرانس، برطانیه او جرمني، چې د ایران سره شوي معاهدې یې لاس لیک کړې ده، په وار وار یې کوښښونه کړې دي چې صدر ټرمپ په معاهده پابند پاتې کیدو ته اماده کړي.

چین او روس هم دغه معاهده لاس لیک کړې ده. دا ټول هېوادونه د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل غړي دي.

په کال ٢٠١٥ م کې د ایران سره شوي ددغه معاهدې د لاندې ایران د یورینیم جوړولو کار ودرولی دی. په جواب کې مغربي قوتونو په ایران خپلې اقتصادي پابندۍ نرمې کړې دي.

ایران وايي چې د اېټمي پروگرام یې د اېټمي وسلو جوړولو دپاره نه دی.

خو صدر ټرمپ وايي ایران سره شوي معاهده ناقصه ده او د ایټمي وسله ترلاسه کولو په لړ کې د هېواد مخه نشي نیولی.

د صدر ټرمپ په رنگ د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو هم د ایران د اېټمي معاهدې مخالفت کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG