لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران د امریکې اقتصادي بندیزونه بیا پرځای شول


صدر ټرمپ د سږ کال د می په اتمه نېټه ایران سره د لوظنامې د ماتوولو اعلان وکړو. په دې تصویر کې صدر ټرمپ د ماتولو حکمنامه خبریالانو ته ښۍ
صدر ټرمپ د سږ کال د می په اتمه نېټه ایران سره د لوظنامې د ماتوولو اعلان وکړو. په دې تصویر کې صدر ټرمپ د ماتولو حکمنامه خبریالانو ته ښۍ

د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د ایران د تیلو او بېنکارۍ په صنعتونو د امریکې اقتصادي بندیزونه د گل، دوشنبې، په ورځ بیا پرځائی کړل.

په ایران د امریکې دغه پابندۍ په کال ٢٠١٥ کې د ایران د اېټمي لوظنامې د لاندې لرې کړی شوې وې.

صدر ټرمپ د ایران د اېټمې معاهدې سخت مخالف دی او د ایران سره شوي معاهده یې ماته کړې ده.

د خپلو ژمنو په تعقیب کې صدر ټرمپ د ایران نه هغه ټولې اسانتیاوې بیا اخیستل غواړي چې ایران د خپل لانجمن اېټمي پروگرام په سر د شوي لوظنامې وروسته ترلاسه کړې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپېیو او د خزانې وزیر سټیو منوشن به په ایران د امریکې د نویو بندیزونو نور جزیات وړاندې کوي.

د امریکايي اقدامات د لاندې د ایراني تیلو په اخیستلو بندیز لگول شوی چې د ایراني اقتصاد یوه لویه برخه ده. د ټرمپ انتظامیې چارواکي وايي چې اته کمپنو ته یې عارضي اجازت ورکړې چې ایران سره روان د تیلو کاروبار د تړلو کار دې شروع کړي.

تعدیل شوي بندیزونه د ایران مرکزي بېنک او د هیواد د سمندري جهازرانۍ او د سمندري جهازونو د جوړولو صنعت په هدف کوي.

د ایران صدر حسن روحاني د گل/دوشنبې په ورځ په یوې ټیلي ویژني وینا کې وویل چې ایران به د امریکا بندیزونه مات کړي او د تیلو پلورلو ته به دوام ورکړي.

د جمعې په ورځ په خپل یو بیان کې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ وویل د امریکايي اقداماتو مقصد د ایران مشران په دې خبره پوهوول دي چې یا خو دې دوي د ایران "ویجاړونکي چلند نه لاس واخلي یا دې " خپل اقتصادي ناورین په لارو وران وسي".

صدر ډانلډ ټرمپ په ایران د اېټمي لوظنامې د سرغړونې تورونه لگولي او د تیر می په میاشت کې یې د ایرن سره شوې اېټمي تړون د ماتوولو اعلان وکړو. صدر دا دریځ لري چې ایران اوس هم د ایټمي وسلو تعقیب له دوام ورکړی، او د بندیزونو ختمیدو سره ایران د نغدو پیسو خاوند شوی او ایران دغه مالي وسایل په منځني خیتځ کې د بې ثباتۍ لپاره کاروي.

ایران د اېټمي وسلو د تولیدولو خبره ردوي. د ملگرو ملتونو د اېټمي توانايي اداره ايي ای اي اې چې د ایران د اېټمي معاهدې د پالنې څار ماموریب په غاړه لري، وار په وار یې په خپلو رپورټونو کې تصدیق کړی چې ایران په خپلو کړې لوظونو قایم دی او د یورانیمو تولیدولو هڅې نه کوي.

د ایران د اېټمي لوظنامې نور ټول فریقین، روس، چین، برطانیه، جرمنی او فرانس، قانع دي چې د اېټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیولو دپاره دغه ایټمي لوظنامه تر ټولو غوره لار ده او ایراني چارواکو هم ژمنې کړې دي چې ترڅو نور هیوادونه د دغه لوظنامې پابندي کوي ایران به یې هم پالي.

د خالي په ورځ د ایران ستر روحاني مشر ایت الله علي خامنايي د امریکني بندیزونو فیصله وغندله او وې ویل چې دې فیصلې په نړۍ کې د امریکا حېثیت ته ځیان اړولې او ایران به بالاخره گټندویه وټاکل شي.

د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو فاکس نیوز ته د اتوار، یک شنبې، په ورځ په یوه مرکه کې وویل دا بندیزونه به تاثیر ولري. "زه ډیر باوري یم چې دا بندیزونه چې د گل د ورځ نه به بیا ولگي نه یواځي د تیلو کاروبار سره تړون لري بلکه دا اقتصادي بندیزونه هم لري چې د خزانې وزارت تجویز کړي. د بندیزونو ښکار به د ایران٦٠٠ پورې کمپنۍ او اشخاص وگرځي، او دا به ایران مشرتابه چلند بدلولو سبب وگرځي. دا د د صدر ټرمپ د ایران په اړه تگلارې دلیل دې او زمونږ د دې بندیزونو نه هم دا هیلې دي چې دا به اغیز ولري".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG