لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر روحاني: د ایران سره ایټمي معاهده ختمول به سنگینې پاېلې ولري


د فرانس صدر اېمېنیول مېکران چې دا مهال د امریکې په سفر دی، هغه هم غواړي چې امریکا دې د ایران سره لوظنامه پرځای وساتي
د فرانس صدر اېمېنیول مېکران چې دا مهال د امریکې په سفر دی، هغه هم غواړي چې امریکا دې د ایران سره لوظنامه پرځای وساتي

د ایران صدر حسن روحاني خبرداری کړی دی چې که چېرې امریکې د ایران سره د هېواد د ایټمي پروگرام په سر د کال ٢٠١٥ م لوظنامه ماته کړه نو دا گام به "سنگینې نتېجې" ولري. صدر روحاني وویل ایران د هر ټولو ممکناتو سره د مخ کیدو دپاره تیار دی.

د امرېکې صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره د شوي معاهدې سخت مخالف دی خو د ځینې مغري اتحادي هېوادونو د فشار سره مخ دی چې غواړي ایران سره لوظنامه دې پرځای وساتل شي. په اینده میاشت کې به صدر ټرمپ دې خبرې ته کتنه کوي چې ایا د ایټمي پروگرام په سر دې په ایران اقتصادي بندیزونه بیا ولگول شي او که نا؟

د فرانس صدر اېمېنیول مېکران چې دا مهال د امریکې په سفر دی، هغه هم غواړي چې امریکا دې د ایران سره لوظنامه پرځای وساتي. هم دغه رنگ د برطانيي خارجه وزیر بورس جانسن هم د کېنېنډې په سفر ایران سره د معاهدې په حق کې خبرې کړې دي.

د جرمنې چانسلره اېنگلا مرکېل به د جمعې په ورځ د امریکې سفر کوي او امید څرگندېږي چې هغه به هم د امریکې نه غوښتنه کوي چې ایران سره معاهدې بحال وساتي.

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف په نیویارک کې یوې غونډې ته وویل چې یورپي هېوادونه دې صدر ټرمپ اماده کړي چې معاهده ختمه نکړي.

په نیویارک کې د کاونسل ان فارن ریلیشنز غونډې ته تقریر کې ښاغلي ظریف وویل په منځني ختیځ کې د بنیادي تبدیلیو، د مکالمو او د اعتمادسازۍ ضرورت دی. هغه وویل د ایران ولس د اېټمي معاهدې په نتیجه کې د اقتصادي گټو په انتظار دي.

صدر ټرمپ ویلي د ایران سره ایټمي معاهده ناقصه ده او وایټ هاوس ویلي د صدر ټرمپ په دغه دریځ کې بدولون نه دی شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG