لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدر ټرمپ: د ایران سره اېمټي معاهده "مصیبت" دی


صدر ټرمپ او د فرانس صدر اېمینیول مېکران په وایټ هاوس کې د فرانسوي صدر د هرکلې په دستوره کې گډون کوي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د ایران د ایټمي پروگرام په سر د هېواد سره شوي نړیوالې معاهدې مخالفت تکرار کړی دی او ویلي یې دي دا یو "مصیبت" دی.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د فرانس صدر اېمینیول میکران سره د ملاقات په موقع صدر ټرمپ وویل ایران په منځني ختیځ کې بې ثباتۍ ته لمن وهي.

صدر ټرمپ وویل " منځني ختیځ د هرې لانجې په شا ایران لیدل کیږي. د ایران معاهده یو مصیبت دی. دا څه رنگ معاهده ده چې ایران پکې د مزایل ازموینې کولی شي."

صدر ټرمپ وویل که چېرې ایران بیا ایټمې ازموینې پېل کړې نو د وړاندې څخه زیاته لویه لانجه به رامنځته شي.

د صدر ټرمپ برعکس، صدر مېکران ایران سره د معاهدې پرځای ساتلو حمایت کوي. هغه وویل د امریکې د سفر په مهال به د صدر ټرمپ سره په یو شمیر مضوعاتو خبرې کوي چې پکې شمالي کوریا، د ترهگرۍ خلاف جنگ او د ایران ایټمي معاهده شامل دي.

صدر میکران وویل ایران سره شوي معاهده "اهمیت لري" او د خپل امریکايي همکار سره به پرې خبرې کوي.

په عین حال کې د ایران صدر حسن روحاني خبرداری کړی دی چې که چېرې امریکې د ایران سره د هېواد د ایټمي پروگرام په سر د کال ٢٠١٥ م لوظنامه ماته کړه نو دا گام به "سنگینې نتېجې" ولري. صدر روحاني وویل ایران د هر ټولو ممکناتو سره د مخ کیدو دپاره تیار دی.

د امرېکې صدر ډانلډ ټرمپ ایران سره د شوي معاهدې سخت مخالف دی خو د فرانس په شمول د امریکې غربي هېوادونو د فشار سره مخ دی چې غواړي ایران سره لوظنامه دې پرځای وساتل شي. په اینده میاشت کې به صدر ټرمپ دې خبرې ته کتنه کوي چې ایا د ایټمي پروگرام په سر دې په ایران اقتصادي بندیزونه بیا ولگول شي او که نا؟

د برطانيي خارجه وزیر بورس جانسن د کېنېنډې په سفر ایران سره د معاهدې په حق کې خبرې کړې دي.

د جرمنې چانسلره اېنگلا مرکېل به د جمعې په ورځ د امریکې سفر کوي او امید څرگندېږي چې هغه به هم د امریکې نه غوښتنه کوي چې ایران سره معاهدې بحال وساتي.

د ایران خارجه وزیر جواد ظریف په نیویارک کې یوې غونډې ته وویل چې یورپي هېوادونه دې صدر ټرمپ اماده کړي چې معاهده ختمه نکړي.

په نیویارک کې د کاونسل ان فارن ریلیشنز غونډې ته تقریر کې ښاغلي ظریف وویل په منځني ختیځ کې د بنیادي تبدیلیو، د مکالمو او د اعتمادسازۍ ضرورت دی. هغه وویل د ایران ولس د اېټمي معاهدې په نتیجه کې د اقتصادي گټو په انتظار دي.

صدر ټرمپ ویلي د ایران سره ایټمي معاهده ناقصه ده او وایټ هاوس ویلي د صدر ټرمپ په دغه دریځ کې بدولون نه دی شوی.

XS
SM
MD
LG