لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ریپبلیکن سینټرانو د ایټمي معاهدې په سر ایران ته خبرداری


صدر براک اوباما او اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو. تیره هفته د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د امریکې کانگرس ته وینا کې ایران سره د مجوزه معاهدې مخالفت وکړو. هغه وویل معاهده به د ایټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیولو پرځائې د هیواد لاره هواره کړي. د اسرائیلي وزیراعظم د وینا په ځواب کې صدر براک اوباما وویل بینجمن نیټن یاهو څه نوي خبره نه ده کړې او نه يي څه قابل عمل تجویز وړاندې کړی دی. وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ اسرائیلي وزیراعظم ته د تقریر د بللې د کانگرس په اقدام ناخوښي هم څرگنده کړې وه. وائټ هاوس ویلې وو بینجمن نیټن یاهو ته بلنه د ضابطې پرته د صلاح بغیر ورکړی شوي وه

د امریکې سنیټ د حزب اختلاف ریپبلیکن پارټۍ ۴٧ غړو ایران خبرداره کړی چې د هیواد د ایټمي پروگرام په سر معاهده به تره هغه وخت پورې په عمل کې تر څو چې صدر براک اوباما د صدارت په چوکۍ ناست وي.

تهران ته لیږل شوي یو خط کې د سینټرانو ډلې وویل که چرې ایران سره امریکا او د نړۍ پنځه ؤ نورو قوتونو د کانگرس د منظورۍ نه پرته معاهده لاس لیک کړه نو حيثیت به يي د صدر براک اوباما او د ایران روحاني مشر ایت الله خامنائي ترمنځ د صدارتي فرمان نه زیات څه نه وي.

خط کې ویل شوي د کانگرس د منظورۍ بغیر، راتلونکی صدر ایران سره شوي معاهد د قلم په یو "جبش" ختمه ولی شي او د ائنده کانگرس پکې تبدیلۍ هم کولی شي. سینټرانو دا هم وویل چې د صدر براک اوباما معیاد به دواؤ کلونو کې ختمیږي خو دوي به د راتلونکو ډیر کلونو پورې په کانگرس کې موجود وي.

د ایران د ایټمي پروگرام په سر معاهده باندې دا مهال ایران سره د امریکې او د پنځه نورو نړي والو قوتونو ترمنځ خبرې اترې روانې دي. تیره هفته صدر براک اوباما وویل که چرې ایران په کره ډول معاهدې ته نه راضي کیږي چې دا یقیني کړي چې ایران ایټمي وسله ترلاسه نه کړي نو امریکا به د روانو مذاکراتو ته پشا شي. صدر اوباما زیاته کړه هغه د کانگرس لخوا هغه قانون هم ردوي چې ترمخه به يي کانگرس ایران سره د شوي معاهدې جاج اخیستلی شي.

تهران په دې خبره ټینگار کوي چې د ایټمي پروگرام هدف يي توانائي ترلاسه کول دي. د امریکې ترڅنگ ایران سره د معاهدې په لړ کې بوخت نړي والو قوتونو کې جرمني، برطانیه، فرانس، چین او روس شامل دي.

تیره هفته د اسرائیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو د امریکې کانگرس ته وینا کې ایران سره د مجوزه معاهدې مخالفت وکړو. هغه وویل معاهده به د ایټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نیولو پرځائې د هیواد لاره هواره کړي.

د اسرائیلي وزیراعظم د وینا په ځواب کې صدر براک اوباما وویل بینجمن نیټن یاهو څه نوي خبره نه ده کړې او نه يي څه قابل عمل تجویز وړاندې کړی دی. وائټ هاوس یا سپېنې ماڼۍ اسرائیلي وزیراعظم ته د تقریر د بللې د کانگرس په اقدام ناخوښي هم څرگنده کړې وه. وائټ هاوس ویلې وو بینجمن نیټن یاهو ته بلنه د ضابطې پرته د صلاح بغیر ورکړی شوي وه.

XS
SM
MD
LG