لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پامپېیو: د افغانستان او پاکستان په ځای القاعده اوس د ایران څخه فعالیتونه کوي


پاکستان به په خپله خاوره د القاعده د باني او مشر اوسامه بن لادن د موجودګۍ خبره ردوله خو په کال ۲۰۱۱ کې د امریکې خصوصي ځواکونو بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د پاکستاني پوځ د تربیتي مرکز سره نژدې په یو کور کې ووژلو
پاکستان به په خپله خاوره د القاعده د باني او مشر اوسامه بن لادن د موجودګۍ خبره ردوله خو په کال ۲۰۱۱ کې د امریکې خصوصي ځواکونو بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د پاکستاني پوځ د تربیتي مرکز سره نژدې په یو کور کې ووژلو

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو ویلي القاعده اوس په ایران کې کور موندلی دی او هغه فعالیتونه چې وړاندې به یې د افغانستان او پاکستان نه ترسره کول اوس یې د ایران څخه ترسره کوي.

په واشنګټن کې د نېشنل پرېس کلب یوې غوڼدې ته مايک پامپېیو د نهې، سه شنبې، په ورځ خپل تقریر کې وویل "القاعده اوس نوی کور مرکز لري. دا (مرکز) اسلامي جمهوریه ایران دیی."

د امریکې خارجه وزیر وویل تهران القاعدې ته اجازت ورکړی دی چې پېسې جمع کړي، په ازاده توګه په ټوله دنیا کې د خپلو غړو سره رابطې وکړي او "نور هغه کارونه وکړي چې وړاندې به یې رهنمايي د افغانستان او پاکستان نه کېدله."

مایک پامپېیو وویل د ایران د مرستې په سبب القاعده اوس په تهران کې مرکزي رهبري لري او ایران د القاعده د عملیاتو مرکز یا هېډ کواټرز جوړ شوی دی.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي د القاعده په اړه د مایک پامپېیو خبرې د وسله والې ډلې په اړه په تېرو څو میاشتو کې د امریکايي مامورینو په اندازو کې بدلون څرګندوي.

د نومبر په میاشت کې د امریکې په خارجه دفتر یا سټېټ ډپارټمنټ کې د ترهګرۍ ضد څانګې رابطه کار نېتن سېلز یوې انلان غونډې ته ویلي وو چې په دې کې هیڅ شک نېشته چې القاعده د ماتې او د ختمېدو په حال کې ده. هغه وویل چې د القاعده مرکزي مشري د پخواني حال یوازې یوه نمونه پاتې شوي ده.

د امریکې د قامي سلامتیه مشیر رابرټ او براین ویلي وویل چې د امریکې د فشار له امله القاعده اوس د امریکې خلاف په لویه کچه د پېچیده حملو صلاحیت نه لري.

خو د نهې، سه شنبې، په ورځ خپلو خبرو کې مایک پامپېیو وویل د دې حقیقت په تناظر کې چې القاعده په ایران کې پناه موندلي ده دې بنیادي غړي نور هم خطرناک شوي دي.

مایک پامپېیو وویل د کال ۲۰۱۵ راهسې ایران د القاعده مشرانو ته د هېواد دننه د حرکت ډیره ازادي ورکړې ده او دوی د ایران د سرپرستې د لاندې حرکت کوي. هغه وویل د ایران د استخباراتو وزارت او پاسداران انقلاب ځواکونه د القاعده مشرانو ته د حرکت او د پناه ځایونو اسانتیا، سفري دستاوېزات، شناختي کارډونه او پاسپورټونه وکوي.

په ایران کې د القاعده د موجودګۍ په اړه د خپلو خبرو په تاید کې د امریکې خارجه وزیر د تېر کال د اګست په میاشت کې په تهران کې د القاعده نایب مشر ابو محمد المصري د خپلې یوې لور ترڅنګ په ډزو د وژل کېدو تصدیق وکړو. دا خبرې په لومړي ځل نیویارک ټایمز رپورت کړي وه او د وي او ای رپورټ وايي دا اول ځل دی چې کوم امریکايي چارواکي په دې اړه په عامه خبرې وکړې او دغه پېښه یې تاید کړه.

د امریکې استخباراتي مامورین وايي المصري چې د عبدالله احمد عبدالله په نامه هم پېژندل کېدو د ۲۰۱۵ راهسې په تهران کې وسېدلو. ایراني مامورینو عبدالله او څلور نور کسان د یو ایراني سفارتکار د خوشي کېدو په بدل کې د زندان نه ازاد کړي وو.

د امریکې استخباراتي مامورین وايي په ایران کې چې دا مهال د القاعده کوم مشران مېشته دي پکې دا کسان شامل دي: سېف العادل، چې د عبدالله جانشین دی، سلطان حسن العارف او محمد اباتی چې د عبدالرحمان المغربي په نوم هم یادېږي.

د مایک پامپېیو د خبرو په ځواب کې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف په ټوېټر د امریکايي خارجه وزیر څرګندونې خیالي دعوې وبللې.

افغانستان او پاکستان داسې ښکاري چې د مایک پامپېیو په خبرو لا خپل دریځ نه دی څرګند کړی.

پاکستان به په خپله خاوره د القاعده د باني او مشر اوسامه بن لادن د موجودګۍ خبره ردوله خو په کال ۲۰۱۱ کې د امریکې خصوصي ځواکونو بن لادن د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې د پاکستاني پوځ د تربیتي مرکز سره نژدې په یو کور کې ووژلو.

که څه هم څېړونکي د سني القاعده ډلې سره د شیعه ایران د ملاتړ په اړه پوښتنې راپورته کوي خو د امریکې استخباراتي مامورین وايي دواړه یو بل د خپلو هدفونو ترلاسه کوولو دپاره استعمالوي. د ایران او د القاعده د تعلقاتو په د دغې اندازې تاید هغه دستاویزات هم کوي چې په اېبټ اباد کې د بن لادن په کور د چاپې په مهال ترلاسه شوي.

د امریکې استخباراتي ادارې سي ايي ای په کال ۲۰۰۷ کې د بن لادن په یو لیکل شوی خط څرګند کړی دی چې هغه پکې ایران د القاعده دپاره د پېسو، خلکو، مواصلاتو او د یرغملو لاره بللی او ویلي چې که څه مجبوري نه وي نو د ایران په ضد دجنګیدو ضرورت نشته.

هم د کال ۲۰۰۷ د القاعده یو دستاوېر کې وېل شوي چې په سعودي عرب کې د امریکې په مفاداتو د حملو دپاره ایران القاعده وسله والو ته د پېسو، د وسلې او په لبنان کې د حزب الله په کېمپونو کې د تربيي وړاندېز کړی و. خو د دې ترڅنګ بن لادن خپل زامن خبردار کړي وو چې په ایراني حکومت اعتماد نشي کېدلی. هغه ویلي وو په ایران هسپتال کې لګول شوي ستن کې چېپ کېدلی شي.

د وي او ای رپورټ وايي لکه د امریکايي مامورینو په څېر د ترهګرۍ ضد ځینې نړیوال چارواکي په ایران کې د القاعده د مرکز په اړه زیات ډاډه نه دي. دغه چارواکي وايي د ځينو رپورټونه د القاعده موجوده مشر اېمن الظواهري مړ شوی دی خو ورستي استخباراتي رپورټه وايي هغه په افغانستان کې دی. دغه رپورټونه وايي د القاعده او د طالبانو تعلقات اوس هم پرځای دی.

د طالبانو د تردېدونو برعکس د امریکي پوځي کمانډران وايی د دواړو ډلو ترمنځ تعلقات دوام لري.

خو مایک پامپېیو د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل چې په ایران کې د القاعده عملیات د خطر نه ډک دي. هغه وویل د افغانستان برعکس چې د القاعده مشران به په غرونو کې پټېدل په ایران کې القاعده د ایراني حکومت د "خول په تحفظ" کې عملیات کوي. هغه وویل دا همکاري د امریکې ترڅنګ د نورو قامونو امنیت ته خطر راولاړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG