د امریکې د هوايي پوځ د استخباراتی څانگې په یوې پخوانۍ کارکونکې د ایران دپاره د جاسوسۍ په الزام فرد جرم لگول شوی دی.
د امریکې د انصاف وزارت ویلي مانېکا اېلفرېډ وېټ د ایران حکومت ته خفیه پوځي معلومات ورکړې دي او په خپلو همکارانو یې د ایران دپاره مخبري کړي. هغه شپږ کاله وړاندې ایران ته تښتېدلې ده.
ویل کېږي مانېکا اېلفرېډ وېټ د ایران استخباراتي ادارو ته د جاسوسي معلوماتو راټولو د امریکې د یو انتهايي خفیه پروگرام په اړه معلومات ورکړي وو او د امریکې د یو استخباراتي افسر شناخت یې څرگند کړی و.
په مېرمن وېټ د فرد جرم په اړه دستاویزاتو کې ویل شوي چې هغې د امریکې په اتوو استخباراتي مامورینو مخبري کوله.
امریکايي مامورینو د مانېکا اېلفریډ وېټ د گرفتارۍ احکامات جاري کړې دي.
په مانېکا اېلفریډ وېټ په فرد جرم کې د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو څلورو ایراني مامورینو نومونه هم شامل دي او په هغوي د سازش، د کمپیوټرو هیکنگ او د جعلي شناختونو جوړولو په سر فرد جرم لگول شوی دی. دغه تنانو به په جعلی نومونو په سوشل مېډیا خلک په هدف کول او د هغوی کمپیوټرو ته به یې ځان رسولو.