صدر ډانلډ ټرمپ ایراني صدر حسن روحاني خبرداره کړی دی چې امریکې ته دې هیڅ کله دړکې نه ورکوي.
صدر ټرمپ ایران ته دا خبرداری د گل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر ورکړو.
صدر ټرمپ په ټوېټر د انگریزۍ په لویو ټکو کې ولیکل "ایراني صدر روحاني ته: هیڅ کله، هیڅ کله چې بیا امریکې ته دړکه ور نه کړې گني نو د داسې عواقبو سره به مخامخ شې چې په تاریخ کې به د دې نه وړاندې ډیر کم خلک به پکې مبتلا شوي وي. مونږ اوس هغه هېواد نه یوو چې ستا د ناروغه ذهن د تشدد او د مرگ ټکو ته به ودریږو. خبرداره اوسه!"
داسې ښکاري چې صدر ټرمپ د ایراني صدر حسن روحاني هغه وینا ته ځواب ویلو چې د رپورټونو ترمخه حسن روحاني ویلي وو "د شیر لکۍ سره لوبې مه کوه، دا به دې پښېمانۍ ته بوځي."
حسن روحاني وویل "امریکا باید په دې خبره پوه شي چې د ایران سره امن د ټول امن مور ده او د ایران سره جنگ د ټولو جنگونو مور ده."
د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو یو افسر جنرل غلام حسین غیب پرور د صدر ټرمپ د خبرداري په اړه وویل دا "نفسیاتي جنگ" دی او دا چې امریکايي صدر به د ایران خلاف گام وانخلي.
د صدر ټرمپ ایران ته د خبرداري نه وړاندې د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو د امریکې په کېلېفورنیا ریاست کې د ایراني امریکایانو یوې غونډې ته وینا وکړه او د ایران په رهبرانو یې ټکونه وکړل.
پامپېیو وویل د ایران حکومت د ایراني اولس دپاره وریدونکی خوب جوړ شوی دی. هغه وویل امریکا به په لوړه کچه په ایراني رهبرانو فشار او د اتحادي هېوادونو په مرسته په ایران اقتصادي پابندۍ زیاتوي.
مایک پامپېیو وویل په منځني ختیځ او په یورپ کې د امریکې ائتلافي هېوادونه د لسیزو راهسې د ایراني حکومت د تشدد او دترهگرۍ د اقداماتو ښکار شوي دي. هغه وویل امریکا به د ایراني حکومت په جرمونو خاموشه نه پاتې کیږي. هغه زیاته کړه چې ایراني حکومت د ولس دولت اسلامي انقلاب نورو هېوادونو ته خورولو مصروفوي.