لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په ایران نوي اقتصادي پابندۍ ولگولې


صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ د ایران په ضد د بندیزونو حکمنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې د اربونو ډالرو ایراني مالي وسایل منجمد شي
صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ د ایران په ضد د بندیزونو حکمنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې د اربونو ډالرو ایراني مالي وسایل منجمد شي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په ایران نوي اقتصادي پابندۍ ولگولې چې په تهران د فشار د زیاتولو برخه گڼل کېږي.

صدر ټرمپ د گل، دوشنبې، په ورځ د ایران په ضد د بندیزونو حکمنامه لاس لیک کړه چې ترمخه به یې د اربونو ډالرو ایراني مالي وسایل منجمد شي.

په وایټ هاوس کې د حکمنامې د لاس لیک کولو په وخت صدر ټرمپ وویل په ایران به فشار زیاتولو ته دوام ورکوي او ایران به هیڅ کله هم وه نکړی شي چې اېټمې وسلې ترلاسه کړي.

رویټرز خبري اداره وايي ایراني چارواکو په رسمي ډول امریکايي گام ته څه ځواب نه دی ویلی خو حکومتي مطبوعات وايي د ایران نوي بندیزونه په جعلي بهانو لگول شوې دي.

ایران وايي اېټمي پروگرام یې د پرامنه مقاصدو دپاره دی او دا خبره ردوي چې د اېټمي پروگرام هدف یې وسله جوړول دي.

صدر ټرمپ د ایران خلاف د نويو بندیزونو حکمنامه په داسې حال کې لاس لیک کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخوالی زیات شوی دی. امریکې د خلیج فارس سیمې ته اضافي عسکر لېږلې دي او تېره هفته ایران یو امریکايي ډرون راغورځولو. ایراني مامورین وايي امریکايي ډرون ایراني سرحد کې داخل شوی و خو امریکايي چارواکې وايي ډرون په نړیواله فضا کې و.

په خلېج فارس کې په ورستیو ورځو کې په شپږو سمندري ټېنکرونو هم حملې شوې دي چې امریکا یې پړه په ایران اچوي خو ایران د ککړتیا الزام ردوي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ صدر ټرمپ وویل امریکايي ځواکونو د ډورن د غورځولو په ځواب کې په ایران د حملې تیاری نیولی خو په اخېري وخت یې پوځي مامورین د حملې نه منع کړل.

واشنگټن په ایران نوي بندیزونه په داسې ورځ اعلان کړل چې د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو په سعودي عرب کې د سعودي باچا شاه سلمان سره ولیدل. مایک پامپېیو د متحده عرب اماراتو سفر هم وکړو.

د سعودي عرب او متحده عرب اماراتو پوځي ائتلاف په یمن کې د ایران پلوه هوثي باغیانو خلاف پوځي عملیات پېل کړې دي. امریکا په ایران د هوثیانو د مرستې الزام لگوي.

د گل، دوشنبې، په ورځ په ایران د صدر ټرمپ د نویو بندیزونو لگولو وروسته، د امریکې د خزانې وزیر سټیو منوشن یوې خبري غونډې ته وویل په ایران د فشار مقصد په منځني ختیځ کې د ایران چلند بدول دي. امریکايي مامورین وايي د ایران چلند په سیمه کې د بې ثباتۍ سبب دی.

ایراني چارواکې په خلېج فارس کې د امریکايي فعالیتونو په نتیجه کې تاوتریخوالی زیات شوی دی او د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف ویلي امریکا په حالات په داسې لوري بیايي چې معمولي غلطۍ یا غلط فهمي جنگ راپارولی شي.

صدر ټرمپ تېرکال امریکا د ایران سره په کال ٢٠١٥ کې شوې د اېټمي معاهدې څخه ویستله او د امریکايي صدر د دې اقدام په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تعلقات نور هم خراب شوي دي. صدر ټرمپ وايي معاهده د اېټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نه نیسي.

د ایران د اېټمي معاهدې نورو فریقینو جرمني، برطانیه، چین، روس او فرانس معاهده پرځای ساتلې ده او ایران د دغو قوتونو نه غوښتنه کوي چې ایران سره دې اقتصادي روابط جاري وساتي.

صدر ټرمپ وايي د ایران سره جنگ نه غواړي خو د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو ویلي واشنگټن د تهران سره خبرو ته تیار دی. خو ایراني مامورینو تراوسه د امریکې سره خبرې رد کړې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG