لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ټرمپ ایران ته: که انتخاباتو ته منتظر شئ نو د نوې لوظنامې قیمت به زیات شي


دا د کووېډ۱۹ یا کروناوایرس وبا د خپرېدو نه پس، د صدر ټرمپ لومړنۍ د انتخاباتي کمپېن غونډه وه

د امریکا صدر ډونالډ ترمپ د شنبې/خالي ورځې په ماخوستن د اوکلاهوما ایالت په ټلسا ښار کې خپل د انتخابي کمپېن یوې غونډې ته وویل چې که ایران د امریکا تر انتخاباتو پورې په تمه پاته شي، نو بیا به له دې هېواد سره د توافق یا نوې لوظنامې د حاصلولو دپاره ایران دروند قیمت پرې کړي.

صدر ټرمپ خپلو پلویانو ته په وینا کې ټینګار وکړ چې "ایران ډېر سخت غواړي چې [له امریکا سره] یو توافق ته ورسیږي"، مګر ټرمپ زیاته کړه چې ایرانیان په تمه دي، ځکه د هغو مشورو له مخې چې د ټرمپ له رقیبانو یې اوري، غواړي وګوري چې د امریکا په صدراتي انتخاباتو کې څوک کامیابیږي.

د امریکا صدر ډونالډ ټرمپ پخپلې وینا کې وویل: "ما هغو ته وویل، مونږ کولای شو چې منتظر پاته شو، خو چې کله زه کامیابه شوم، نو تاسو ته به په کار وي چې توافق ته د رسېدو دپاره تر هغه لوړه بېعه پرې کړې کوم چې اوس یې کولای شئ ورکړئ."

صدر ټرمپ همدا راز زیاته کړه چې ایران غواړي د امریکا په انتخاباتو کې جو بایډن کامیاب شي، "خو په واضحه به یې درته ووایم: زه کولای شم له ایران سره په ډېرې تیزۍ سره بهترین توافق ترسره کړم. هغوی غواړي چې زه انتخابات وبایلم، هغوی غواړي چې زه یې وبایلم او هغوی د امریکا مالکان شي."

د امریکا صدر ټرمپ د ترهګرۍ خلاف د جګړې په هکله وویل: "مونږ د داعش مشر وواژه. مونږ د نړۍ تر ټولو لوی ترهګر یعنې قاسم سلیماني له منځه یووړ. مونږ یې ژوند ورنه واخیست، نابود مو کړل. جو بایډن د سلیماني د وژلو مخالف و، د سیاسي اړخه یې ملاتړ ونکړ."

د صدر ټرمپ د انتخابي کمپېن دغې غونډې ته هغومره کسان نه و راغلي لکه چې تمه یې کېدله، او وجه یې هم د کروناوایرس د خپرېدو وېره څرګنده شوې ده.

XS
SM
MD
LG