لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د ملگرو ملتونو عدالت: امریکا دې په ایران خپلې ځینې پابندۍ ختمې کړي


صدر ټرمپ د می په میاشت کې ایران سره د اېټمي لوظنامې د ختمولو صدارتي امر لاس لیک کړو

د ملگرو ملتونو عدالت امریکې ته امر کړی دی چې ایران ته د دوا، خوراک او د هوايي جهازونو د پروزو په صادراتو لگولې پابندۍ دې ختمې کړي.

ایران انټرنیشنل کورټ اف جسټس ته شکایت کړی و چې د امریکې اقتصادي پابندۍ د دواړو هېواودونو ترمنځ په کال ١٩٥٥ کې د دوه اړخیزه همکارۍ د معاهدې په ضد دي.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ حکومت د ایران سره د کال ٢٠١٥ د اېټمي معاهدې د ماتولو فېصله کړې ده او په ایران یې د معاهدې د لاندې لرې کړی شوي اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې دي.

د ملگرو ملتونو عدالت د شورو، چارشنبې، په ورځ په خپله فېصله کې وویل ایران ته هوايي جهازونو په پروزو پابندۍ به شهري هوابازۍ ته تقصان ورسوي او په خوراک او طبي الاتو او دوایانو بندیزونه به د ایرانیانو په صحت منفی اثرات ولري.

عدالت په خپل امر کې وویل چې امریکا دې په دغه مدونو کې ایران ته د شیانو په انتقال خنډان لرې کړی. عدالت په امریکا او ایران غږ وکړو چې داسې اقدامات دې وه نکړي چې خپل منځو کې جگړه یې عدالت ته بهر ووځي او حل کول یې مشکل شي.

هر هېواد د ملگرو ملتونو د عدالت په امر د عمل کولو پابند دي خو عدالت داسې څه انتظام نه لري چې په خپل امر عمل یقیني کړي.

امریکې په سمدستي ډول د انټرنیشنل کورټ اف جسټس په فیصله څه نه دي ویلي.

صدر ټرمپ د ایران سره د شوي اېټمي معاهدې خلاف دی او وايي معاهدې د اېټمي وسلو په تکل کې د ایران مخه نه نیوله.

ایران وايي اېټمي پروگرام یې د وسلو تیاروولو دپاره نه دی.

د ایران د اېټمي معاهدې نور فریقین روس، چین، جرمني، فرانس او برطانیه وايي د لوظنامې پابندي به کوي.

د کال ٢٠١٥ د معاهدې دلاندې ایران د یورینیم د صفا کولو عمل وتړلو او په بدل کې د امریکې په شمول نورو غربي قوتونو په ایران لگولې خپلې پابندۍ نرمې کړي.

د ملگرو ملتونو د اېټمي توانايي اداره چې د معاهدې څارنه کويي وايي ایران تر دا وخت د تړون خلاف ورزي نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG