لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکايي استازي وايي ایران د یمن هوثي باغیانو ته وسله ورکوي


د ایران د ډرون جهازونو پرزې

په ملگرو ملتونو کې د امریکې استازې نېکي هېلي ویلی واشنگټن داسې شواهد لري چې ایران په یمن کې باغیانو ته په غیرقانوني توگه وسله ورکوي او د ایران دغه فعالیت په سيمه کې په پراخه کچه پراخه د ایران د رویي برخه ده.

نېکي هېلي د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د واشنگټن سره نژدې په یو پوځي مرکز کې په خبري غونډې کې یوې ودانۍ ته په اشاره وویل "په دې گودام کې د ایران د وسلو د خورولو کوټلي ثبوتونه موجود دي."

هغې وویل دغه شواهد په سيمه کې په امریکايي اتحادیانو د شوو حملو نه راغونډ کړی شوي دي.

میرمن نېکي هیلي د یو مزایل ټوکړې هم وښودلې او وې ویل دا د هغه مزایل پرزې دې چې د یمن ایران پلوه هوثي باغیانو په سعودي عرب ویشتلی و او هلته یې یوه غیر پوځي هوایي اډه وهله. هغې وویل د امریکې د کانگرس غړو او د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا غړو ته به بلنه ورکوی چې د مزایل دغه پرزې وگوري.

نېکي هېلي وویل دا وسله او ددې پرزې په ایران د ایران د حکومت په کارخانو کې جوړې شوي دي هغې زیاته کړه "دا ټول ثبوتونه دي چې ایران د نړي والې ټولنې سرغړونه کوي."

په ملگرو ملتونو کې امریکايی استازي نېکي هېلي
په ملگرو ملتونو کې امریکايی استازي نېکي هېلي

هغې وویل چې د ایران په رویه کې جنگ او تندوري ښکاره لیدل کیږي چې د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یا د سکیورټي کاونسل د قراردادونو نیغ په نیغه خلاف ورزي کوي.

نېکي هیلي وویل د مزایل دا پرزې د سعودي عرب او د متحد عرب اماراتو نه په قرض اخیستل شوي دي. د دغه دواړو عرب هیوادونو ځواکونه د تیرو دوو کلونو راهسې په یمن کې د هوثي باغیانو پرضد‏ هوايي بمباري کوي.

د عرب هیوادونو اتحاد د یمن هوايي او سمندري لارې هم تړلې دي چې له امله یې جنگ ځپلې هیواد ته د امدادي سامان په رسولو کې ځنډان راولاړ شوي دي او په مېلینونو خلک د خوراک د سخت کمي سره مخامخ او ویره ده چې په هیواد کې به په پراخه کچه قحط رامنځته شي.

نېکي هېلي وویل د ایران پرضد ددې شواهدو تردید نشي کیدی. هغې زیاته کړه چې دا ثبوتونه داسې دې لکه چې په دې وسله دا سټېکرې لگیدلي وي چې دا په "ایران کې جوړ دي."

نېکې هېلي وویل ایران خپل فعالیتونه په کال ٢٠١٥ کې د ایران او د شپږو نړي والو قوتونو ترمنځ د شوي ایټمي معاهدې په شا پټ ساتلي دي.

ایرانیان په کال ١٩٧٩ کې په تهران کې د امریکايي سفارتخانې باندې د قبضی کلیزه نمانځي او د امریکې خلاف نعرې پورته کوي
ایرانیان په کال ١٩٧٩ کې په تهران کې د امریکايي سفارتخانې باندې د قبضی کلیزه نمانځي او د امریکې خلاف نعرې پورته کوي

په ملگرو ملتونو کې د ایران دفتر د نېکي هېلي د خبري غونډې سمدستي ورسته یو بیان جاري کړو او د هغې وینا یې رد کړه. بیان وايی د نېکي هېلي الزامات "په یو وخت بې بنیاده، غیر زمه وارانه، راپارونکي او تباه کن دي."

XS
SM
MD
LG