لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې نائب صدر عراق کې د حکومت جوړولو غوښتنه کړې


په مارچ کې شوې د عراق په انتخاباتو کې د ایاد علاوي ډلې ٩١ چوکۍ گټلې. او په مقابله کې د نوري المالکې گوند ٨٩ چوکۍ ترلاسه کړې. د حکومت جوړولو د پاره د ١٦٣ چوکو ضرورت وي. دواړه ډلې د مخلوط حکومت جوړولو د پاره هلې ځلې کوي

دامریکې نائب صدر جو بائیډن عراق کې د هیواد په سیاسې مخالفینوغږ کړی چې زر تر زره دې نوی حکومت جوړ کړې، چې دارنگ د څو میاشتو راهسې په ځنډ کې غورځیدلی عمل سر ته اورسولی شي.
عراق کې د مارچ په میاشت کې د شوې انتخاباتو ورسته نوی حکومت لا نه دی جوړ شوی ځکه چې ووټونو کې یو گوند هم واضحه کامیابي نه ده ترلاسه کړې.
عراق ته سفر په دریمه ورځ به جوبائیډن بغداد کې عراقې صدر جلال طالبانې سره لیده کاته کوي. د اتوار په ورځ هغه د عراق شیعه وزیراعظم نورالمالکې او د هغه حریف او د وزیراعظمۍ د چوکۍ امیدوار ایاد علاوي سره بیل بیل ملاقاتونه ووکړل. ایاد علاوي هم پخوا وزیراعظم پاتې شوی دی.
د دواړو شیعه مشرانو سره د لیدلو ورسته، جو بائیډن د عراق سیاسي مشران یو دعوت ته بللې ؤ. سیاستدانانو ته وینا کې، جو بائیډن وویل چې هر گوند باید د نوې حکومت د کامیابۍ د پاره دې کې خپل رول وو لوبه وي. هغه په سیاست دانانو غږ ووکړو چې د حکومت سازۍ کار دې سرمکمل کړې.
د جوبائیډن د سفر په حقله، ایاد علاوي وویل چې د امریکې نائب صدر د عراق په سیاسې ثبات کې دلچسپې خو لرې خو د انتخاباتو ورسته د سیاسې جمود ختمولو د پاره يي کوم مخصوص تجاویز نه نه دې وړاندې کړې.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG