لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عراقي ځواکونو تکریت کې وسله والو خلاف کاروائي


د سیمې هیوادونه د ايي ایس ايي خلاف یوځائې کولو په خاطر جان کیري د زیارت په ورځ د فرانس سرښار پیرس کې د سعودي عرب، اردن او متحده عرب اماراتو خارجه وزیرانو سره ولیدل.
د سیمې هیوادونه د ايي ایس ايي خلاف یوځائې کولو په خاطر جان کیري د زیارت په ورځ د فرانس سرښار پیرس کې د سعودي عرب، اردن او متحده عرب اماراتو خارجه وزیرانو سره ولیدل.

د سني وسله والو نه د تکریت ښار واک اختیار بیرته اخیستلو لپاره د عراق پوځ په پراخه کچه کاروائي شورو کړې ده.

د عسکري چارواکو ترمخه، زمیني کاروائي د خالي په ورځ شورو شوي ده چې پکې د عراق خصوصي ځواکونو دستې کوشش کوي چې یوه یونیورسټي بیرته واخلي. هیلې کاپټرې هم په کاروائي کې برخه اخلي او د جنوب لخوا ټینکونه هم په دغه لوري پرمختگ کوي.

په عین حال کې عراقي چارواکو ویلی روس ورته د وسله والو خلاف استعمال دپاره استعمال شوي جنگي جیټ جهازونه ورکړې دي.

سني وسله والو خلاف تازه کاروائي په داسې مهال کیږي چې امریکا عراق کې په وسله سنبال ډرون جهازونه چلوي په دې خاطر چې د امرېکائي پوځي صلاحکارانو تحفظ یقني کړي.

صدر براک اوباما دا میاشت عراق ته ٣٠٠ عسکري صلاحکار لیږلې دي، د عراقي حکومت امنیتي ځواکونه قوي کړي او د سني وسله والو مخنیوي دپاره جنگي مرکزونه قائم کړي.

د انساني حقوقو تنظیم هیومن رائټس واچ ویلي سېمې نه ترلاسه شوي تصویران ښائي د سني وسله والې ډلې اسلامک سټیټ اف عراق یا امارات اسلامي فې العراق جنگیالو په تکریت د قبضې ورستو شا او خوا ٢٠٠ خلک په قتل عام کې وژلې دي.

د امریکې خارجه وزیر جان کیرير په ورستۍ ورځو کې منځني ختیز ته تلل وو او سیمه ایز مشرانو سره يي د وسله والو لخوا د راپیښ خطر په موضوع يي خبرې اترې وکړي. سپېنې مانۍ اعلان کړې د ايي ایس ايي او د شام صدر بشارالسد د ځواکونو خلاف جنگیدو دپاره د باغیانو د تربیت دپاره به ٥٠٠ میلینه ډالرې ورکوي.

د سیمې هیوادونه د ايي ایس ايي خلاف یوځائې کولو په خاطر جان کیري د زیارت په ورځ د فرانس سرښار پیرس کې د سعودي عرب، اردن او متحده عرب اماراتو خارجه وزیرانو سره ولیدل.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG