لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د "ارما" په نوم سمندري طوفان د امریکې فلوریډا ریاست وهلو


د ارما په نوم تباه کن سمندري طوفان د اتوار، یکشنبې، په ورځ د امریکې د فلوریډا ریاست ساحل ته راوختلو.

طوفان د ځان سره په گنټه کې ١٢٠ کلومیټره تلونکې هواگانې راوړي دي او د فلوریډا نه وړاندې یې په اېټلانټک سمندر کې پرتو جزیرو کې په خپله لاره په پراخه کچه تباهي رامنځته کړې ده.

په فلوریډا ریاست کې د ٧٠٠٠٠ کسانو ته د طوفان په لاره کې د خپلو کورونو پریښودی امر شوی دی او هلته بیړني حالات پرځای کړی شوي دي.

د "ارما" د لاسه په فلوریډا ریاست کې د یو میلین نه د زیاتو کورونو او کاروباري مرکزونو بجلي قطع شوي ده.

د فلوریډا ریاست گورنر ریک سکاټ ویره څرگنده کړي ده چې په ریاست کې د طوفان دلاسه مرگ ژوبله هم رامنځته کیدی شي.

په ریاست کې بیړني حالات او امدادي کارکونکي ځای پرځای کړی شوي دي.

د فلوریډا ریاست ته د راخلو وړاندې "ارما" په اېټلانک سمندر کې د کرییبن په سیمه کې په پراخه کړه تباهي کړې ده. طوفان دلاسه په دغه علاقه کې ٢٥ کسان مړه شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG