لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي پوځ: په شام کې یې داعش د ډرون دوه ماهران وژلي


په شام او عراق کې د داعش خلاف د امریکې په مشرۍ کې جنگیدونکي نړي وال اتلاف د وسله والې ډلې د ډرون یا د بې پائلټه هوايي جهازونو د دوو ماهرانو د وژلو دعوه کړي ده.

د داعش مخالف نړي وال اتلاف ترجمان، د امریکايي پوځ کرنل راین ډېلن، وویل ابومعاده التیونیسي د سپټمبر په ١٢ مه نیټه او ساجد فاروق بابر د سپټمبر د میاشت په ١٣ نیټه د اتحادي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې د شام د ختیځ ښار المیادین سره نژدې وویل شو.

کرنل ډېلن د عراق سرښار بغداد نه د وډیو کانفرنس دلارې د امریکې دفاع وزارت، پینټگان، کې ناستو خبریالانو ته وویل وژل شوو وسله والو دا مسئولیت لرلو چې په تجارتي توگه تیار شوي ډرون جهازونو کې بدلونونه وکړي او یا داسې ډول جهازونه جوړ کړي.

ددې نه علاوه د سپټمبر د میاشت په ١۴ مه نیټه اتلافي ځواکونو د داعش د ډرون یو بل ماهر ابو سلمان المیادین ښار سره نژدې په هدف کړو او په العشاره ښار کې یې د هغه د نتجربو لیبارټري تباه کړه.

سلمان او د هغه یو ملگری دواړه په موټر کې د المیادین نه العشاره ته روان وو چې ووژل شو، کرنل ډېلن وویل.

کرنل ډېلن زیاته کړه داعش د ددې دریو واړو ډرون ماهرینو د وژل کیدو په نتیجه کې د جنگ په میدان کې د وسله والې ډلې د ډرون د استعمالولو صلاحیت ته سخت زیان رسیدلی دی. داعش ډرون د جاسوسۍ او د بمبارۍ دپاره کاروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG