لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي جنرل ډنفرډ وايي د داعش او د نورو ترهگرو ډلو خلاف پرمختگ لا مکمله فتح نه ده


د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټگان د شمېرو ترمخه په شام او عراق کې دا وخت د داعش شا او خوا ٣٢٠٠٠ وسله وال موجود دي
د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټگان د شمېرو ترمخه په شام او عراق کې دا وخت د داعش شا او خوا ٣٢٠٠٠ وسله وال موجود دي

د امریکايي پوځي ځواکونو د مشترکه کمېټۍ مشر جنرل جوزف ډنفرډ ویلي نړۍ دې دا غلطي نه کوي چې د داعش او د نورو ترهگرو ډلو خلاف شوی پرمختگ دې فتح وگڼي.

د واشنگټن سره نژدې د نړۍ د مختلفو هېوادونو د پوځي ځواکونو د مشترکه کمېټیو د مشرانو غونډې ته د نهې، سه شنبې، په ورځ وینا کې جنرل ډنفرډ وویل په شام او عراق کې د داعش خلاف پرمختگ "خصوصي حوصلې" وړ خبره وټاکله خو په منځني ختیځ کې په اتحادي هېوادونو غږ وکړو چې په سیمه کې دې د داعش او القاعده خلاف خپل فشار دوام داره وساتي.

د واشنگټن سره نژدې نړیواله غونډه د پرتشدد تندروۍ د مخنیوي په موضوع کېدله.

جنرل ډنفرډ وویل د موجود وخت تر ټولو لوې مشکل په اطمینان کښېناستل دي. هغه وویل د موجوده حالاتو د غلطي مطالعې په نتیجه کې د سیاسي مشرانو توجه د "پرتشدد تندورۍ" نه نورو مسلو ته اړولېدلی شي. "په تېرو څو کلونو کې داسې ډیر مثالونه شته چې مونږ فشار کم کړو او دوی (ترهگرو) بیا په نور خطرناک شکل کې ځانونه جوړ کړل."

امریکايي مامورین وايي چې د داعش او د نورو وسله والو ډلو خلاف پرمختگ شوی دی او په تېرو دریو کلونو کې د ترهگرۍ حملې او مرگ ژوبلې کمې شوې دي.

د کال ٢٠١٦ نه تر د کال ٢٠١٧ پورې د اعش په حملو کې ٢٣ فیصد کمی شوی دی او د ډلې د مطبوعاتي څانگې خپرونې کمې شوي دي او په شام او عراق کې د پخوا په پرتله دا وخت یوازې دوه فیصد علاقه یې په قبضه کې ده.

خو ددې باوجود امرکايي پوځي او استخباراتي چارواکي خبرداری کوي چې داعش د شام د فرات په وادۍ کې د سختې جگړې صلاحیت لري. په دغه سیمه کې اتحادي ځواکونه د داعش سره په موجوده وخت کې جنگیږي.

د امریکې د دفاع وزارت یا پېنټگان د شمېرو ترمخه په شام او عراق کې دا وخت د داعش شا او خوا ٣٢٠٠٠ وسله وال موجود دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG