لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکايي مېرمن به د داعش د ملاتړ په الزام مقدمه چلول کیږي


امریکې د انډیانه ریاست د څلورو بچو مور، ٣٢ کلنه سمېنته الحسني

هغه امریکايي مېرمن چې په شام کې د زندان څخه بېرته هېواد ته ستنه کړی شوي ده، په هغې به د داعش سره د مرستې په الزام مقدمه چلول کیږي.

د امریکې د انډیانه ریاست د څلورو بچو مور، ٣٢ کلنه سمېنته الحسني د جولايي په میاشت کې د امریکې د خصوصي ځواکونو په بدرگه کې د شام نه بېرته هېواد ته راوستل شوه. په هغې د امریکې تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي ته د دروغو ویلو الزام هم لگول شوی دی.

خو ایف بي ايي ته د دروغو ویلو نه علاوه په سمېنته الحسني داعش سره د مالي کومک او دغه وسلوالې ډلې ته د دوو نورو کسانو د ور جلب کولو الزام یا فرد جرم هم لگول شوی دی.

الحسني ویلي په کال ٢٠١٥ کې د خاوند، موسا الحسني، سره د ترکي په سفر وه چې په چل ول د شام د داعش د ولکې دلاندې سیمې ته بوتلل شوه.

کله چې الحسني د کرد ځواکونو په ولکه کې وه نو د برطانيي بي بي سي او فرنټ لاین نومې ادارو ته یې په مرکو کې وویل چې د شام رقه ښار ته په رسیدو یې خاوند ته وویل "ته لیونی شوی يي څه، زه بیرته زم." خاوند ورته په جواب کې وویل چې کوښښ وکړه خو بیرته نشی تللی.

په نورو مطبوعاتي مرکو کې هغه ویلي چې د داعش د ولکې د لاندې سیمو کې ژوند بوږنونکی و او د هلته نه یې د تښتېدو ډیر ناکامه کوښښونه کړي وو.

د الحسني مشری ١٠ کلن زوی د داعش د تبلیغاتو په وډیوگان کې ښکاره شوی دی چې هغه پکې په غربي هېوادونو د حملې دړکې کوي.

د الحسني خاوند، موسا الحسني په اړه ویل کیږي چې د داعش په صفونو کې د جنگېدو په مهال وژل شوی دی.

سمېنته الحسني څلور ماشومان دي. دوه پکې په شام کې زېږیلي دي. هغه بالاخر د نورو یزیدي مېرمنو په د داعش نه په تښتېدو کې کامیابه شوه او کرد ځواکونو ونیوله. امریکې ته په بیرته رارسیدو د هغې ماشومان د انډیانا ریاست د ماشومانو د خېرښېگړې څانگې ته وسپارل شو.

XS
SM
MD
LG