لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایف بي ايي د داعش پلوي نیولی چې په وایټ هاوس یې د حملې اراده لرله


په واشنگټن کې د امریکې د صدر کور چې وایټ هاوس نومېږي

د امریکې تحقیقاتي ادارې ایف بي ايی د داعش وسله والې ډلې هغه پلوي نیولی دی چې په سرښار واشنگټن کې په وایټ هاوس یې د راکټ حملې سازش تیار کړی و.

د ایف بي ايي مامورینو ویلي ٢١ کلن هاشېر جالان طاحب د شورو، چهارشنبې، په ورځ په جارجیا ریاست کې نیول شوی دی.

د داعش مشکوک پلوې په داسې حال کې وونیول شو چې د ایف بي ايي یو خفیه چارواکي نه یې د خپل موټر په بدل کې وسله او چاودیدونکي مواد اخیستل.

د تفتیش په مهال طاحب د ایف بي ايي مامورینو ته وویل چې په وایټ هاوس او یا په نیویارک کې د سټیچیو اف لبرټي یا د ازادۍ مجسمه یې د حملې اراده وه.

ایف بي ايي وویل داسې یو تن ټې طاحب یې پېژندو پولیس ته یې اطلاع ورکړې وه چې هغه د تندروۍ په لورې روان شوی دی او د سفر اداره لري.

XS
SM
MD
LG