لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش سره د مرستې په جرم امریکايي مېرمن ته د قید سزا ورکړی شوي


په شام کې د داعش د غیر ملکي قیدیانو یو منظر
په شام کې د داعش د غیر ملکي قیدیانو یو منظر

هغه یوازېنۍ امریکايي مېرمن چې په شام کې د داعش د ملاتړ وروسته هېواد ته راوستل شوي ده یو عدالت ورته داعش سره د مرستې په جرم شپږ نیم کاله د قید سزا ورکړه.

د امریکې د انډیانا ریاست ۳۵ کلنه سمېنتا الحسني پنځه کاله وړاندې د خپلو بچو سره شام ته لاړه چې د خپل خاوند سره یو ځای شي. په کال ۲۰۱۸ د شام امریکا پلوه سیرین ډېموکرېټک فورس هغه او بچی ونیول او امریکې ته یې ستانه کړل.

تېر کال هغې ترهګرۍ دپاره د مالي وسایلو ورکوولو اعتراف کړی و.

سمېنتا الحسني ته د ګل، دوشنبې، په ورځ سزا ورکړی شوه.

د امریکايي تحقیقاتي ادارې اېف بي ايي خصوصي اېجنټ پال کینن الحسني ته د سزا په اړه وویل اېف بي ايي به هغه خلک د احتساب سره مخامخ کوي چې خپل ملک پرېږدي او لکه د مېرمن الحسن په ډول د یو پرتشدد تنظیم حمایت وکړي. هغه وویل سمېنتا الحسني د خپلو کارونو نه ښه خبر وه چې هغه څه چارې کوي او ولې یې کوي؟

عدالت ته د وړاندې کړی شویو دستاویزاتو ترمخه الحسني داعش کې د شاملېدو په لړ کې د خپل خاوند او د هغه د ورور مرسته کړې وه او ۳۰۰۰۰ زره ډالرې نغدې پېسې او کالي یې کانګ ته لیږلي وو چې وروسته په دغه پېسو د داعش دپاره په ټوپکو لګېدونکي دوربېنې واخیستل شوې.

د هانګ کانګ د الحسني کورنۍ ترکي او د کال ۲۰۱۵د جون په میاشت کې د شام د داعش د ولکې دلاندې سیمې ته ورسېدله.

د خپل اعترافي بیان نه وړاندې د الحسني دریځ وو چې هغه خاوند په دهوکه شام ته بوتللي وه.

د کرد ځواکونو د ولکې په مهال سمېنتا الحسني بي بي سي خبري ادارې او فرنټ لاین ته مرکو کې ویلي وو چې دوی لومړی رقه ته رسېدلي وو او خاوند ته یې ویلي وو چې هغه بېرته تلل غواړي خو خاوند ورته وویل چې د هغې بېرته تګ ممکن نه دی.

د داعش سره د کورنۍ د وابستګۍ په مهال د دوی مشر زوی مېتیو د داعش د پروپګېنډې په وډیو کې ښکاره شوی و او په مغربي ملکونو یې حملې دړکه کوله.

د رپورټونو ترمخه الحسني خاوند، موسا، د داعش په صفونو کې د جنګیدو په مهال مړ شوی دی. د دوی دوه بچي په شام کې زیږېدلي دي. د سمېنتا الحسني بچي د انډیانا ریاست د ماشومانو د تحفظ ادارې په نګرانۍ کې دي.

امریکې تېره میاشت وویل هغه ټول ۲۷ امریکايي شهریان چې د داعش په صفونو کې د جنګیدو دپاره شام او عراق ته تللي وو بېره امریکې ته راوستل شوي دي. په دغو کسانو کې د الحسني په شمول لسو کسانو ته د ترهګرۍ په جرمونو سزاګانې ورکړی شوي دي.

XS
SM
MD
LG