لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

بحرین اسرایل سره د سفارتي تعلقاتو قایموولو فېصله کړې، د صدر ټرمپ اعلان


د بحرین او اسرایل د سفارتي تعلقاتو اعلان صدر ټرمپ د جمعې په ورځ د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د بحرېن باچا شاه حماد بن عیسا الخلیفه سره په ټېلې فون د درې اړخیزو خبرو وروسته وکړو

د صدر ډانلډ ټرمپ د سفارتي کوښښونو وروسته بحرین هم فېصله کړې چې اسرایل سره به سفارتي تعلقات قایم کړي.

د بحرین او اسرایل د سفارتي تعلقاتو اعلان صدر ټرمپ د جمعې په ورځ د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او د بحرېن باچا شاه حماد بن عیسا الخلیفه سره په ټېلې فون د درې اړخیزو خبرو وروسته وکړو.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ترمخه صدر ټرمپ په ټوېټر وویل "نن یو بل تاریخي پرمختګ" وشو.

متحده عرب امارت او اسرایل تېره میاشت سفارتي تعلقات قایم کړل چې لومړی اعلان یې صدر ټرمپ کړی و.

بحرېن او د اسرایل د سفارتي تعلقاتو د جوړېدو اعلان صدر ټرمپ د ۹/۱۱ حملو د ۱۹ کال پوره کېدو په موقع په داسې حال کې وکړو چې د اېسوسي اټېډپرېس خبري ادارې ترمخه یوه هفته ورسته به هغه په وایټ هاوس کې د اسرایل او یو ايي د تعلقاتو قایمېدو د رسمي دستورې کوربتوب کوي.

د بحرېن او اسرایل د تعلقاتو په اړه صدر ټرمپ خبریالانو ته وویل هغه نفرت جې د ۹/۱۱ حملو سبب و هغې ته د دې معاهدې نه بل ښه ځواب نشته.

تېره هفته صدر ټرمپ اعلان وکړو چې کوسوو په اصولي توګه فېصله کړي چې اسرایل تسلیم کړي او سربیا به اسرایل کې خپل سفارت یروشلم ته منتقل کړي.

صدر ټرمپ، اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او شاه حما بن عېسا الخلیفه دریواړو مشرانو په مشترکه بیان کې وویل په منځني ختیځ کې امن ته وده ورکوولو دپاره دا تاریخي پرمختګ دی. په بیان کې وویل شو د دوو پرمخته تللي اقتصادونو او د متحرک ټولونو ترمنځ نیغ په نیغه خبرې به منځني ختیځ کې مثبت بدلونونه په وړاندې بوځي او په سیمه کې به ثبات، امنیت او سوکالي زیاته کړي.

ای پي وايي لکه د یو ای ايي او اسرایل د لوظنامې په ډول د بحرېن او اسرایل د معاهدې ترمخه به دواړه ملکونه به په سفارتي، تجارتي او د امنیت په سطح د معمول تعلقات قایم کړي.

د سفارتي تعلقاتو جوړوولو اسرایل د متحده عرب امارت سره د تجارتي پروازونه شروع کړي دي او سعودي عرب او بحرین اسرایلي جهازونو ته په خپل فضايي حدودو کې د پرواز اجازت ورکړی دی.

د صدر ټرمپ زوم او مشیر جېرد کشنز وویل په تېرو ۳۰ ورځو کې دوو عرب ملکونو اسرایل سره د امن معاهده کړې ده. د یو ای ايي او بحرین نه وړاندې اردن او مصر یوازني عرب ملکونه وو چې اسرایل سره یې سوله کړې وه.

فلسطینیانو اسرایل سره د تعلقاتو قایموولو د یو ای ايي د فېصلې مخالفت کړی و خو یو ای ايي ویلي د دې په نتیجه کې د فلسطنیانو په هغه ځمکو د اسرایل د ابادکارۍ مخه نیول شوي ده چې فلسطنیان یې د خپل اینده ملک برخه ګڼي.

د ای پي ترمخه د صدر ټرمپ، وزیراعظم نېټن یاهو او شاه حماد په مشترکه بیان کې د فلسطینیانو په تلو تلو کې ‌ذکر شوی دی او وېل شوي چې فریقېن به د اسرایلي-فلسطينې مسلې د منصافه، جامع او مسقتل حل دپاره کوښښونه دوامداره ساتي چې دا ډول فلسطینیان مکمل صلاحیت ترسره کولی شي.

ای پي وايي د بحرین، متحده عرب امارت، مصر او اردن نه پس اومان او سوډان داسې عرب ملکونه ښکاري چې اسرایل سره به سوله وکړي او سفارتي تعلقات به قایم کړي.

XS
SM
MD
LG