لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وايي په ایران د بندیزونو بیا لگېدو ژور اثرات کړې دي


اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو او جان بولټن
اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو او جان بولټن

د امریکايي صدر د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن ویلي په ایران د اقتصادي بندیزونو بیا پرځای کېدولو ژور اثرات رامنځته شوې دي.

جان بولټن دغه خبره د اسرائیل د سفر مهال وکړه.

د صدر ډانلډ ټرمپ حکومت ایران سره د کال ٢٠١٥ اېټمي معاهده ماته کړې ده او په ایران یې اقتصادي پابندۍ بیا پرځای کړې دي. خو د معاهدې نور فریقین برطانیه، چین، روس، فرانس او جرمني وايي د لوظنامې په حق کې دي.

د اسرائیل د دورې په مهال جان بولټن د شورو، چارشنبې، په ورځ وویل چې په ایران تر انتهايي حد پورې فشار زیاتول غواړي.

د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن د اسرائیلي مامورینو سره د ایران د اېټمي معاهدې په سر هم خبرې وکړې. د معاهدې مخالفین چې اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو هم پکې شامل دی، وايي دغه لوظنامه د اېټمي وسلو په تکل کې د ایران لاره نه نیسي.

په کال ٢٠١٥ کې شوي د ایران اېټمي معاهدې په اړه جان بولټن وویل د دې په نتیجه کې ایران داسې وسایل ترلاسه کړې دي چې د ترهگرۍ پرمختگ، د مزایلو د خپل پروگرام او د روایتي پوځي د قوت په زیاتولو کې یې استعمالوي.

ایران وايي اېټمي پروگرام یې د پرامنه مقاصدو دپاره دی. د ملگرو ملتونو د ایټمي توانايي اداره ايي ای ايي ای چې د ایران ایټمي معاهدې څارنه کوي وايي ایران تر دا وخت د لوظنامې کومه خلاف ورزي نه ده کړې.

ایران دا تور هم ردوي چې گنې تهران په سیمه کې د ترهگرۍ اور ته لمن وهي.

جان بولټن وویل امریکا نه غواړی چې په ایران کې دې موجوده حکومت بدل کړي بلکې غواړي چې د ایران حکومت خپله رویه بدله کړي. هغه زیاته کړه که چېرې د ایران حکومت خپله روش بدل کړو نو د مفاهمت امکان ورسره پیدا کېدلی شي.

جان بولټن په شام کې د ایران د کردار په اړه هم خبرې وکړې. هغه وویل امریکا نه غواړي چې ایران دې په شام کې خپل مقاصد ترلاسه کولو کې بریالی شي او د عراق، او د شام نه واخلې د حزب الله ډلې دلارې تر د لبنان پورې سیمې د خپل اثر د لادنې راولي.

جان بولټن وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په جنیوا کې به د خپل روسي هم منصب سره په شام کې د ایران د موجودگۍ په اړه خبرې کوي. په جنیوا کې د کېدونکې غونډه نه وړاندې تیره میاشت امریکايي صدر ډانلډ ټرمپ او د روس صدر ولادېمیر پوټن هم په دغه موضوع خبرې کړې دي.

جان بولټن د شام صدر بشارالسد ته خبرداری ورکړو چې د مخالفینو خلاف دې بیا کیمیاوي وسله استعمالوي نکړي. هغه وویل دا خبره دې په ډاگه وي چې که چېرې د شام حکومت بیا کیمیاوي وسله استعمال کړه نو د جان بولټن په قول "مونږ ورته ډیر سخت جواب ور کوو."

د شام او د ایران نه علاوه د امریکې د قامي سلامتیه مشیر په منځني ختیځ کې د اسرائیل او د فلسطینیانو د سولې په اړه هم خبرې وکړې.

د صدر ټرمپ انتظامیه غواړي چې د اسرائیل او د فلسطینیانو ترمنځ د امن ځنډیلې کوښښونه بیا را ژوندي کړي خو په دې اړه یې خپله تگلاره لا نه ده په ډاگه کړې. جان بولټن وویل په دې لړ کې کار روان دی، پرمختگ هم شوی دی خو دا فېصله لا نه ده شوي چې د تگلارې تفصیلات دې په کوم وخت اعلان کړی شي.

امریکايي مشیر وویل د امن په اړه حتمي فیصله به فریقین خپله کوي ځکه چې امریکې په چا خپله خوښه نشي ورتپلی.

جان بولټن د صدر ټرمپ د دې فېصلې ستاینه وکړه چې په اسرائیل کې یې د امریکې سفارتخانه د تل ابیب نه یروشلم ته منتقل کړې ده.

فلسطیني مشرانو د امریکې د دغه اقدام سخت مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې امریکا اوس د امن په کوښښونو کې کردار څه نشي ادا کولی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG