لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بېنجمن نیټن یاهو: د اسرائیل، امریکا او منځني ختیځ لپاره د خطر یو ټکی "ایران"


اسرائیلي وزیراعظم په واشنگټن کې د گل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د سفر په مهال د صدر ډانلډ ټرمپ سره ولیدل
اسرائیلي وزیراعظم په واشنگټن کې د گل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د سفر په مهال د صدر ډانلډ ټرمپ سره ولیدل

د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي د اسرائیل، امریکا او منځني ختیځ دپاره د خطر ذکر په یو ټکې کې کیدی شي او دغه ټکی "ایران" دی.

اسرائیلي وزیراعظم په واشنگټن کې د گل، دوشنبې، په ورځ د امریکې د سفر په مهال د صدر ډانلډ ټرمپ سره ولیدل.

صدر ټرمپ او بېنجمن نیټن یاهو ورسته د خبریالانو سره ولیدل.

د خبري غونډې په مهال اسرائیلي وزیراعظم د ډسمبر د میاشت د صدر ټرمپ د هغه اعلان هرکلی وکړو چې هغه پکې یروشلم د اسرائیل د پایخت په توگه تسلیم کړو. صدر ټرمپ وویل د امریکې سفارتخانه به هم د تل ابیب نه یروشلم ته منتقلوي.

ښاغلي نېټن یاهو وویل دا یو تاریخي اعلان و. "زمونږ خلک به دا اعلان تر عمرونو یاد ساتي."

اسرائیلي وزیراعظم وویل د امریکا، اسرائیل او د منځني خیتځ دپاره د خطر ذکر په یو ټکې کې راغونډیدلی شي او دا ټکی "ایران" دی. اسرائیلي وزیراعظم وویل د ایران مخه نیول پکار دي.

صدر ټرمپ وویل چې یروشلم د اسرائیل پایتخت د تسلیمولو په اعلان فخر محسوسوي.

صدر ټرمپ د اسرئیل او فلسطینیانو ترمنځ د امن ذکر هم وکړو او وې ویل چې د دواړو فریقنو ترمنځ د امن معاهده به د سیمي او د نړۍ دپاره لویه گټه وي.

صدر ټرمپ او اسرائیلي وزیراعظم ایران او د امریکې په شمول د غربي قوتونو ترمنځ د ایټمي معاهدې مخالفت کوي.

د اسرائیل په شمول غربي قوتونه په اسرائیل د ایټمي وسلو د تیارولو الزام لگوي. خو ایراني مامورین وايي د ایټمي پروگرام هدف توانايي پیدا کول دي.

په عین حال کې د ملگرو ملتونو د ایټمي توانايي ادارې مشر پکار نه ده چې د ایران سره شوي ایټمي معاهده ماته شي. یوکیو امانو وویل ایران تر دا مهال د لوظنامې پابندي کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG