لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیلي وزیراعظم: نوره نړۍ به هم بیت المقدس د اسرائیل د پایه تخت په توگه ومني


صدر ډانلډ ټرمپ په وایټ هاوس کې د بیت المقدس د اسرائیل د پایه تخت په توگه د منلو اعلان وکړو
صدر ډانلډ ټرمپ په وایټ هاوس کې د بیت المقدس د اسرائیل د پایه تخت په توگه د منلو اعلان وکړو

د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي په دې کې هیڅ شک نشته چې د نړۍ نور هیوادونه به هم لکه د امریکې په رنگ بیت المقدس د اسرائیل د پایه تخت په توگه ومني او چې کله امریکا هلته خپله سفارتخانه منتقل کړي نو نور ملکونه به هم دغه گام پورته کړي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په تل ابیب کې په خارجه وزارت کې یوې غونډې ته ښاغلي نېټن یاهو وویل چې د نورو ملکونو سره یې روابط برابر کړې دي چې خپلې سفارتخانې بیت المقدس ته منتقل کړي. هغه د دغه ملکونو نومونه وانخیستل.

اسرائیلي وزیراعظم وویل "زه هیڅ شک نه لرم چې کله د امریکې سفارتخانه بیت المقدس ته منتقل شي، او ممکنه ده چې ددې نه وړاندې هم، بیت المقدس ته به د سفارتخانو د انتقال تحریک شروع شي."

په ویسټ بینک کې اضافي اسرائیلي عسکر پرځای کړی شوي دي
په ویسټ بینک کې اضافي اسرائیلي عسکر پرځای کړی شوي دي

د اسرائیل د وزیراعظم د وینا نه یوه ورځ وړاندې د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ په واشنگټن کې بیت المقدس د اسرائیل د پایه تخت په توگه د منلو اعلان وکړو او په دې لړ کې یې په وایټ هاوس کې یو سند هم لاس لیک کړو.

د سعودي عرب، افغانستان او پاکستان په شمول زیاترو اسلامي هیوادونو د صدر ټرمپ د اعلان سخت مخالفت کړی دی.

د ترکي صدر رجب طیب اردوغان ویلي د صدر ټرمپ اعلان منځني ختیځ د "اور غولۍ" ته ورغورځولی دی.

صدر اردوغان وویل "ایی ټرمپه، دا ته د څه کولو کوښښ کی؟ دا څه قسمه دریځ دی؟ سیاسي مشران د انتشا راپارولو پرځای امن قایموي."

د ترکي صدر رجب طیب اردوغان
د ترکي صدر رجب طیب اردوغان

د ترکي صدر وویل د صدر ټرمپ د اعلان په نتیجه کې د منځني خیتځ حالات نور هم کړیکچن شي.

د اسرائیل پوځ اعلان کړی دی چې د امریکي د اعلان په ترڅ کې د حالاتو مخنیوي دپاره یې د فلسطین په ویسټ بینک ښار کې د اضافي ځواکونو پرځای کولو فیصله کړې ده.

فلسطینیانو او لکه د اردن په رنگ په منځني ختیځ کې د امریکې اتحادیانو هم صدر ټرمپ د فېصلې سخته غندنه کړې ده.

د امریکايي فېصلې په ترڅ کې د اړي گړي او د امریکا او اسرائیل خلاف د سخت ردعمل د راپاریدلو د خطر په وجه په اسرائیل کې امریکايي شهریانو ته ویل شوي چې په سفر کې دې د احتیاط نه کار اخلي، د یروشلم قدیمې برخې، بیت الحم او جریکو یا اریحا ته د تگ نه دې ډډه وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG