لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مراكش هم د اسرایل سره تعلقات قایم کړل، د صدر ټرمپ اعلان


صدر ټرمپ په ټوېټر خپل پېغام کې د اسرایل او مراکش تعلقات تاریخي پرمختګ وبللو او وه یې وېل د امریکې دووه ملګري راضي شوي چې مکمل سفارتي تعلقات قایم کړي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اعلان وکړو چې مراکش هم د اسرایل سره تعلقات قایم کړل.

صدر ټرمپ په ټوېټر خپل پېغام کې د اسرایل او مراکش تعلقات تاریخي پرمختګ وبللو او وه یې وېل د امریکې دووه ملګري راضي شوي چې مکمل سفارتي تعلقات قایم کړي.

صدر ټرمپ وویل په منځني ختیځ‌ کې امن دپاره دا "لوی" پرمختګ دی.

د دواړو ملکونو ترمنځ د امریکې دسفارتي کوښښونو دلارې تعلقات قایم شوي دي او مراکش په تېرو څلورو میاشتو کې څلورم عرب ملک دی چې اسرایل سره د معمول تعلقات برابر کړل.

د وي او ای د انګریزۍ څانګه په خپل رپورټ کې وايي اسرایل سره د مراکش د تعلقاتو لوظنامه پس له دې وشوه چې امریکې د مغربي سحاره په سیمه د مراکش د ملکیت حق تسلیم کړو. رپورټ وايي په سیمه د الجزایر په ملاتړ یو بېلتون خوښي تحریک دعوه کوله او هلته یې خپل ریاست جوړوول غوښتل.

د مراکش نه وړاندې متحده عرب امارت، بحرین او سوډان اسرایل سره د تعلقاتو قایموولو معاهدې کړي دي.

فلسطینیان اسرایل سره د عرب ملکونو د تعلقاتو مخالفت کوي، وايي عرب ملکونو د دې غوښتنې نه په شا شوي چې اسرایل دې هغه سیمې خالي کړي چې فلسطینیان یې د خپل اینده ریاست برخه ګڼي.

XS
SM
MD
LG