لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل واشنگټن نه د نور امداد توقع کوي


صدر اوباما د اسرائیلي وزیراعظم مخالفت رد کړی دی، ایران سره د معاهدې دفاع يي کړې ده او وايي معاهده ایرن د ایټمي وسله ترلاسه کولو نه ودروي
صدر اوباما د اسرائیلي وزیراعظم مخالفت رد کړی دی، ایران سره د معاهدې دفاع يي کړې ده او وايي معاهده ایرن د ایټمي وسله ترلاسه کولو نه ودروي

صدر براک اوباما سره د گل یا یکشنبې په ورځ خبرو اترو دپاره اسرائیلي وزیراعظم بینجمن نیټن یانو واشنگټن ته را روان شوی دی.

واشنگټن ته د خپل سفر په اړه اسرائیلي وزیراعظم ویلي غواړي چې ایران سره د نړې والو قوتونو د ایټمي معاهدې په تناظر کې د اسرائیل امنیت نور هم مظبوط کړي.

خپلې کابینې ته وینا کې بینجمن نیټین یاهو وویل په منځني ختیز کې د طاقت بدلیدونکې تولې په ځواب کې امریکې همیشه د اسرائیل بالادستي پرځائې ساتلې ده.

د جولائي په میاشت کې ایران او د امرېکې په شمول د شپږو نړي والو قوتونو ترمنځ د لوظنامې لاس لیک کیدو ورسته به د صدر اوباما او وزیر اعظم نیټن یاهو په وائټ هاوس کې دا وړمبی ملاقات وي.

ایران سره د معاهدې په سر د امریکې او اسرائیل تعلقات د سخت تاوتریخوالي ښکار شوي دي. بینجمن نیټن یاهو د معاهدې سخت مخالف وو. د اسرائیلي وزیراعظم وینا ده چې معاهده د ایټمي وسلو په تکل د ایران مخه نه نسي.

بینجمن نیټن یاهو وايي ایران اسرائیل دنیا د نقشې نه ختمول غواړي.

خو صدر اوباما د اسرائیلي وزیراعظم مخالفت رد کړی دی، ایران سره د معاهدې دفاع يي کړې ده او وايي معاهده ایرن د ایټمي وسله ترلاسه کولو نه ودروي.

ایران لخوا د احساس کیدونکې خطر په بدل کې اسرائیل د امریکې نه د امداد امید لري.

بینجمن نیټن یاهو ویلي اسرائیل غواړي چې امریکا دې ورسره په راتلونکو لسو کلونو کې خپل فوجي امداد کې زیات کړي. امریکا دا وخت اسرائیل ته هرکال درې اربه ډالر امداد ورکوي او مامورین وايي اسرائیلي وزیراعظم امید لري چې دغه امداد به د څلور نه تر پنځه اربه ډالرو ته ورسولی شي.

د گل په ورځ به صدر براک اوباما او وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو اسرائیل کې د تیرو شپږو هفتو راهسې روان تشدد په اړه هم خبرې اترې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG