لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د صدر ټرمپ زوم وايي په منځني ختیځ کې د امن ترلاسه کولو تر ټولو غوره وخت راغلی


اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو
اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو

د صدر ټرمپ زوم او د منځني ختیځ لپاره د امريکا ځانګړی استازی جېرېډ کوشنر د اسرايل او فلسطين د سولې په خاطر وخت په وخت د منيځني ختیځ سفرونه کوي.

نوموړي د جون په مياشت کې په بحيرېن کې د "امن نه ترخوشحالۍ " په نامه کانفرنس ته د وينا په وخت د منځني ختیځ لپاره يو نوی پلان اعلان کړو او ویې ويل، "ځينې خلک زمونږه دې هلو ځلو پورې ملنډې کوي او ورته د روانې پېړۍ تر ټولو لوي تړون وايې خو په بنيادي توږه دا يواځې جوړ جاړی نه دی بلکه ښه به دا وي چې دې ته د منځني ختیځ د امن لپاره د روانې پېړۍ تر ټولوغوره موقع يا وخت ووېل شي."

د اسرايل وزيراعظم بېجمن نېتن ياهو وايې د افلسطين سره د سولې په حق کې دی او زياتوي چې صدر ټرمپ د منځني ختیځ د سياسي امن لپاره يوه ډېره تکړه ډله جوړه کړې ده.

ښاغلي نېتن یاهو وویل " دې خلکو د اسرايل د يو حقيقي رياست کرښې ښکاره کړې او دا نه يواځې د يو رېښتوني رياست کرښې دي بلکې دا په بنيادي توگه د يوريښتوني رياست لوظنامه نه بلکې اسرايلي رياست د وجود د منلو کشاله هم."

خو کله چې د يو آزاد رياست لپاره د فلسطين د غوښتنو خبره راشي نو د اسرايل وزيراعظم نېتن ياهو پرې لږ زړه نا زړه شي او وايي ""فلسطين په خپلو خلکو د حکومت کولو د توان ترلاسه کولو پوره حق لري ولې زمونږه د ويرولو د توان ترلاسه کولو حق نه، مطلب دا چې که هر ډول سياسي جوړجاړی کېږي نو پکار ده چې اسرايل د اردن په غربي سيمه کې د خپل امنيت پوره اختيار ولري."

هرڅه که د منځني ختیځ لپاره د امريکا ځانګړی استازی جېرېډ کوشنر د اسرايل او فلسطين ترمنځه ممکنه سياسي تړون نه هيله مند دی خو په فلسطين کې څيړونکی مهدي عبدالهادي وايې د فلسطين وګړي د صدر ټرمپ سياسي او اقتصادي منصوبې ردوي. "صدر ټرمپ د هرچا د بدنامۍ هڅې کوي په خاصه توږه د فلسطيني وګړو، هغه د فلسطين سره هرډول مالي مرستې تړلي، د مرستو روانې منصوبې يا يو اېس اېډ مېشن يې بند کړی د پي اېل او د منلو نه يې انکار کړی او د هيچا سره يې ملګرتيا نه ده کړې هغه غواړي چې تاسو په يوه پنجره کې ښکېل کړي او د امن په نوم درنه په زور دستخط واخلي، خو خلک به داسې و نه کړي.

د اسرايل او فلسطين لپاره چې دامريکا سياسي تړون کې هر څه وي خو څيړونکي وايي دا به يو ډېرګران کار وي چې په کوم سياسي تړون اسرايل او فلسطين دواړه صلاح شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG