لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن کې د اسرائیل او فلسطینیانو مزاکرات


د امریکې خارجه وزیر جان کیري به په رو‏ژه ماتي د اسرائیلي او فلسطینی مزاکراتو کوربه توب کوي
د امریکې خارجه وزیر جان کیري به په رو‏ژه ماتي د اسرائیلي او فلسطینی مزاکراتو کوربه توب کوي
اسرائیلي او فلسطیني مرکچیان د گل په ورځ د امریکې سرښار واشنگټن کې د تیرو دریو کالو راهسې د ځنډ ښکار امن مزاکرات د بیا شورو کولو په خاطر ابتدائي خبرو اترو ته کښېني.
د امریکې خارجه وزیر جان کیري به په رو‏ژه ماتي د اسرائیلي او فلسطینی مزاکراتو کوربه توب کوي.
د اسرائیل لخوا رپې لیونې او د فلسطینیانو لخوا صائب اراکات به به ابتدائي خبرو اترو کې د خپلو خپلو خواؤ نمائندگي کوي.
جان کیرې ویلي هغه شکرگزاره دی چې اسرئلیایانو او فلسطینیانو دې پړاؤ ته د رارسیدو لپاره مشکلې فیصلې کړې دي.
د اتوار په ورځ د اسرئیل وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو کابینې نه د ١٠۴ فلسطیني قیدیانو د ازادولو منظوري اخستې ده. اسرائیل ویلي دغه ١٠۴فلسطیني قیدیان به په څلورو مرحلو کې ازادولی شي.
خو زپي لیوني ویلي فلسطیني قیدیان به یواځې په دې صورت کې ازادولی شي چې فلسطینیان دا ثابته کړې چې مزاکراتو کې سنجیده دي.
د فلسطینیانو صدر محمود عباس ویلي د مزاکراتو لپاره ضروري ده چې اسرائیل د ډیر وخت راهسې قید فلسطینیان ازاد کړي. د اسرئیل میډیا ویلي په فلسطیني قیدیانو کې داسې کسان هم شامل دي چې د اسرئیل ملکي کسانو او اسرائیلي ځواکونو باندې د خونړۍ حملو په سر ورته سزاگانې ورکړی شوي دي.
د اسرائیل کابینه کې شامل سخت دریزه قام پرست وزیرانو د فلسطینیانو د ازادولو مخالفت کړی دی او دا يي ترهگرۍ ته انعام ورکول گرځولې دي.
د اسرائیلي میډیا ترمخه، وزیراعظم بینجمن نیټن یاهو کابینې ته ویلي د قیدیانو د ازادولو فیصله د هغه او په حملو کې د وژل شوؤ خلکو کورنیو د پاره گرانه وه خو د امن عمل بیا د سره شورو کولو لپاره ضروري وه.
څیړونکې وايي د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځه واشنگټن کې دې خبرو اترو د امن امیدونه یو وارې بیا رابرڅیره کړې دي. دې خبرو کې د کامیابۍ امکان، امیدونو او چیلنجونو په حکله ډیوه ریډیو د امریکا منځني ختیز کې پخواني ډپلوماټ ارتر هیوز Arthur Hughes سره مرکه کړې ده تاسو يي دلته اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00
Direct link

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG