لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائیل او فلسطینیان به په رسمي توگه د امن مذاکرات بیا شورو کوي


جان کیري د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ واشنگټن کې د ابتدائي خبرو اترو بندوبست کړی وو. د اسرائیل نمائندگي د انصاف وزیرې زپې لیوني او د فلسطینیانو نمائندگي صائب اراکات کوله
جان کیري د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ واشنگټن کې د ابتدائي خبرو اترو بندوبست کړی وو. د اسرائیل نمائندگي د انصاف وزیرې زپې لیوني او د فلسطینیانو نمائندگي صائب اراکات کوله
اسرائیلې او فلسطیني مرکچیانو واشنگټن کې په خپلو ابتدائي خبرو اترو کې په دې خبره اتفاق ترلاسه کړی دی چې فریقین به په راتلونکو دواؤ هفتو د امن ځنډیلې مذاکرات په رسمي توگه بیا شورو کوي.
د اسرئیل او فلسطینیانو ترمنځ په مذاکراتو د اتفاق اعلان د امریکې خارجه وزیر جان کیري واشنگټن کې د دواړو ډلو د دواؤ ورځو ورستو خبرو اترو وکړو.
د اسرائیل او فلسطیني مرکچیانو په منځ کې د گل او نهې په ورځ واشنگټن کې مذاکرات په تیرو پنځه ؤ کالو کې وړمبۍ نیغ په نیغه رابطه وه.
جان کیري د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ واشنگټن کې د ابتدائي خبرو اترو بندوبست کړی وو. د اسرائیل نمائندگي د انصاف وزیرې زپې لیوني او د فلسطینیانو نمائندگي صائب اراکات کوله.
جان کیري وویل د اسرائیل او د فلسطین ممکنه ریاست سرحدونو، د یروشلم په حیثیت او د فلسطیني مهاجرینو د آئنده په موضوع خبرې به په رسمي مذاکرات کې کولی شي.
د ډیوه ریډیو خبریال افتخار حسین واشنگټن کې د امریکې یو پخواني سفاترکار فلپ ویلکاکس سره د اسرائیل او فلسطینیانو د مزاکراتو په حکله خبرې اترې کړې دي.
فلپ ویلکاکس وايي امریکا باید د منځني ختیز د امن په عمل کې نور پراخه کردار ادا کړي. د فلپ ویلکاکس د مرکې نور تفصیل دلته اوریدی شۍ:

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:01:59 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG