لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې په ملگرو ملتونو کې د اسرائیل په اړه د قرارداد ودرولو


اسرائیلي عسکر او فلسطیني مظآهره چیان په غزه کې یو بل ته مخاخ شوې دي

امریکې د خالي په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا د هغه قرارداد مخه ونیوله چې پکې غوښتنه شوي وه چې په غزه پټۍ کې په فلسطیني احتجاج کوونکو د اسرائیلي ځواکونو د ډزو پلټنې دې وشي.

فلسطیني چارواکي وايي د جمعې په ورځ په فلسطینې مظاهره چیانو د اسرائیلي پوځیانو په ډزو کې لږ تر لږه ۱۵ فلسطینیان وژل شوي او د ۷۵۰ نه زیات نور ژوبل شوي دي.

فلسطینیانو د خالي په ورځ په اسرائیلي ډ‌زو کې وژل شوي کسان خاورو ته وسپارل او د انتقام غږونه یې پورته کړل.

د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو په فلسطیني مظاهره چیانو ‌ډزې کوونکو پوځیانو ته مبارکۍ ورکړې او په یو بیان کې يې وویل اسرائیلي پوځیانوډېرښه کار کړی دی. نوموړي وویل اسرائیل د خپلو خلکو خپلواکۍ او تحفظ لپاره په جذبه او کلکه اراده ګاموه پورته کوي.

بلخوا فلسطینیانو د خالي ورځ د ماتم د ورځې په توګه نمانځلې.

نېټن یاهو د اتوار په ورځ د ترکي صدر رجب طیب اردوان نیوکې رد کړي. د نوموړي په وینا ددغه غیرانساني ګام په سختو ټکوکې غندنه کړې.

نېټن یاهو وویل داسې تن دې دنړۍ ترټولو زیات اخلاق پوځ ته سبق ورښايي چې پخپله په عامو خلکو باندې د څه فرق بغیر بمباري کوي.

نیټن یاهو ددې وړاندې په اردوان باندې تورلګولی چې په کردستان کې په ملکي خلکو يې بمبارۍ کړي.

د ملګرو ملتونو جنرل سیکریټري انتهونیوګوتیرس او د یورپي یونین د سفارتي چارو مشرې فیډریکا موگیریني د اسرائیلي پوځ په فلسطینې مظاهره چیانو باندې د نېغ په نېغه ډزو د ازاد او بې طرفه پلټنو غوښتنه کړې.

فلسطینیانو د اسراییل سره په پوله باندې په ټوله غزا پټۍ کې په پینځه ځایونو کې احتجاجي کیمپونه جوړکړي کوم چې به د شپږ هفتو پورې پرځای وي. په دغه احتجاج کې د سړو، ښځو او ماشومانو په ګډون پوره کورنۍ برخه اخلي.

د اسرائیلي پوځ د اندازې ترمخه په احتجاج کې خواوشاه دیرش زره فلسطیني مظاهره چیان برخه اخلي. د فلسطینیانو ترمخه په ۱۵م مي سرته رسیدونکي احتجاج مقصد د النکبه یا تباهۍ ورځ نمانځل دي کله چې دکال ۱۹۴۸ جنګ کې په لکونو فلسطینیان د خپلو کورونو او خاورې نه په زور وویستی شو او ددغه جنګ په نتیجه کې اسرائیل د نړۍ د یو ملک په حیث جوړ کړی شو.

XS
SM
MD
LG