لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خارجه وزیر وايي امریکا به د اسرایل بایکاټ ته د یهودیانو نه د کرکې په څېر ګوري 


مایک پامپېیو سره د خپلې مېرمن، سوزن، د اسرایل دوره وکړه
مایک پامپېیو سره د خپلې مېرمن، سوزن، د اسرایل دوره وکړه

د امریکې خارجه وزیر مایک پامپېیو ویلي امریکا به د اسرایل نه بایکاټ یا اسرایل نه د سرمایه کارۍ وېستلو ته د یهودیانو نه د کرکې په څېر ګوري او په ضد به یې ګامونه اخلي.

په یروشلم کې د اسرایلي وزیراعظم بنېجمن نېټن یاهو ترڅنګ خبري غونډې ته وېنا کې مایک پامپېیو وویل امریکا به د هغه ملکونو تنظیمونو خلاف ګامونه اخلي چې د اسرایل د بایکاټ تحریک حمایت کوي.

د فلسطنیانو په مشرۍ کې د بایکاټ، ډیوېسټمنټ اېنډ سېنکشنز یا د اسرایل د بایکاټ تحریک پلویان وايي دا په فلسطیني علاقو د اسرایل د قبضې په ضد د احتجاج یو قسم دی چې طرز یې د ۱۹۸۰ په لسیزه کې د جنوبي افریقي د بایکاټ په ډول دی. د جنوبي افریقې د بایکاټ هدف په دغه ملک د نسل پرستۍ خاتمه وه.

د بایکاټ، ډيوېسټمنټ اېنډ سېنکشنز یا بي ډي اېس تحریک منتظیمین دا خبره دروي چې دوی د یهودیانو خلاف دي. اسرایل وايي د تحریک مقصد د اسرایل قانوني حېثیت او د هېواد ختموول دي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګې رپورټ وايي نېټن یاهو او پامپېیو یو بل ته په هغه اقداماتو مبارکي ورکړه چې د صدر ډانلډ ټرمپ د حکومت په مهال د امریکايي تګلارې په ضد اخیستل شوي دي چې پکې يروشلم د اسرایل د سرښار په توګه تسلیمېدل، یروشلم ته د امریکايي سفارت انتقال او په مغربي ساحل د اسرایل ابادکارۍ ته په غیرقانونو سترګه نه کتل شامل دي.

پامپېیو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل هغه به د جولان غونډۍ سفر هم کوي. اسرایل دغه سیمه د کال ۱۹۶۷ په جنګ کې د شام نه نیولي ده. پامپېیو وویل د صدر‌ټرمپ دا فېصله چې جولان غونډۍ د اسرایل برخه ده یو تاریخي ګام او د حقیقت تسلموولو وو.

د وي او ای رپورټ وايي نړیواله ټولنه په جولان غونډۍ د اسرایل قبضه نه تسلیموي او صدر ټرمپ تېر کال د یوې حکمنامې دلارې په دغه سیمې د اسرایل ملکیت ومنلو.
نېټن یاهو وویل د ډانلډ ټرمپ د صدارت په مهال د امریکې او اسرایل تعلقات بې مثاله لوړتیاو ته ورسېدل. اسرایلي وزیراعظم د بحرین، سوډان او متحده عرب اماراتو سره د اسرایل د تعلقاتو د قایمېدلو ذکر هم وکړو.

د نېټن یاهو او د بحرین خارجه وزیر عبدالطیف بن راشد الزیاني سره د خبرو نه یوه ورځ وړاندې مایک پامپېیو وویل د منځني ختیځ ملکونو سره د اسرایل معاهدې د ایران په ډول دښمن کردارونو ته دا خبره په ډاګه کوي چې ترڅو دوې خپل روش نه وي سم کړی دوی به یوازې وي.

بحرین او اسرایل د يو بل په ملکونو کې د سفارتخانو د پرانستلو، د انټرنېټ دلارې د ویزو او د هفته وار پروازونو د شروع کوولو ژمنې کړي دي.

الزیاني چې اسرایل ته یې لومړۍ دوره کوله وویل امن د دواړو ملکونو د ولسونو په ګټه دی.

بېنجمن نېټن یاهو وویل اسرایل ته د الزیاني سفر د دواړو ملکونو ترمنځ د امن اهمه نخښه ده او د دواړو ملکونو ترمنځ ملګرتیا به د دوه اړخیزه مفاداتو په بنیاد کولی شي.

د اسرایل نه پس به پامپېیو د یو ای ايي، قطر، سعودي عرب، فرانس او ترکي سفر کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG