لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پخوا لرې خو اوس اسرائیلي وزیراعظم د وایټ هاوس نژدې ملگری دی


صدر ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیه د مارچ په میاشت کې د بېنجمن نیټن یاهو او د هغه د میرمن سېره په وایټ هاوس کې مېلمسته وکړه
صدر ټرمپ او د هغه مېرمن ملانیه د مارچ په میاشت کې د بېنجمن نیټن یاهو او د هغه د میرمن سېره په وایټ هاوس کې مېلمسته وکړه

څو کاله وړاندې وایټ هاوس د اسرائیل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو نه ځان لرې ساتلی و. په یو شمیر موقعو د امریکې د پخواني صدر براک اوباما دا وینا اوریدل شوي وه چې بېنجمن نېټن یاهو ته یې دروغ جن ویلي وو. کله به چې دواړو د یو بل سره لیده کاته کول نو د ملاقات به یې د کېړکیچنو تعلقاتو عکاسي کېدله.

صدر براک اوباما او بېنجمن نیټن یاهو په مغربي غاړه د یهودیانو د اباد کارۍ، د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ سولي او په عرب هېوادونو کې د ولسي پاڅونونو یا د عرب سپرلي په موضوعاتو اختلافات لرل.

وایټ هاوس ته د صدر ډانلډ ټرمپ د راتگ ورسته د اسرائیلي وزیراعظم دپاره حالات بدل شوي دي.

په دې کې یو لوې بدلون د صدر ټرمپ د ډسمبر په میاشت کې دا اعلان هم وو چې یروشلم یې د اسرائیل د سرښار په توگه ومنلو او د امریکې سفارتخانه یې د تل ابیب نه یروشلم ته منتقل کړه.

د صدر ټرمپ حکومت د اسرائیلي وزیراعظم نژدې ملگري گڼي او د څېړونکو او د سفارتکارانو په وینا بېنجمن نېټن یاهو نه یوازې د امریکې نظریاتي ملگری دی بلکې هغه د صدر ټرمپ دپاره سفارتکاري او د ماسکو نه واخلي تر د مرکزي یورپ پورې سیمو کې د صدر ټرمپ د پلویانو رهنمايي هم کوي.

عرب او امریکايي سفارتکاران وايي د مصر، اردن په شمول د منځني ختیځ د شپږو نورو هېوادونو ترمنځ د امنیت او سیاسي اتحاد په قایمېدو کې اسرائیلي وزیراعظم اهم کردار ادا کړی دی. ددغه اتحاد هدف په سیمه کې د ایران د اثر مخه نیول دي.

د پردې په شا اسرائیلي وزیراعظم د مصر او د منځني ختیځ د هغو شپږو هېوادونو سره د امنیت په مد کې د نژدې تعلقات قایم کړې دي چې په سیمه کې د فلسطینیانو سره د خپل تړون ترڅنگ ایران د ځانونو دپاره خطر گڼي.

د منځني ختیځ ددغو شپږ هېوادونو ائتلاف ته د عرب هېوادونو د نېټو نوم ورکړی شوی دی او په رسمي توگه ورته د مډل ایسټ سټریټیجک الاینس، میسا، ویل کیږي، یعني د منځني ختیځ سټریټیجک ائتلاف. د صدر ټرمپ حکومت په خاموشۍ کې ددغه کوښښونه ملاتړ کوي.

د رویټرز خبري ادارې د منځني خیتځ د یو سفارتکار له قوله ویلي چې امید دی چې د میسا په اړه به د اکتوبر په میاشت کې په واشنگټن کې کېدونکې یوې غونډې کې هم بحث وشي. دغه سفارتکار وویل چې اسرائیلي وزیراعظم ددغه کوښښونو رهنمايي کوي.

ویل کیږي چې موجوده اسرائیلي وزیر اعظم په واشنگټن کې د وړانیدنو ټولو اسرائیلي وزیراعظمانو نه زیات نفوذ لري او کله نه کله خو اسرائیلي سفارتکاران وايي دا نه معلومیږي چې څوک د چا دپاره کار کوي.

دا میاشت د اسرائیل حکومتي ریډیو په یو رپورټ کې وویل چې بېنجمن نېټن یاهو د واک من لیکود پارټۍ اهم غړو ته وویل چې صدر ټرمپ د هغه په وینا ایران سره اېټمي لوظنامه ماته کړه او هم د هغه په وینا یې په معاهده کې د پاتې کیدو د امریکې د یورپي اتحادیانو خبره یې وه نه منله. "مونږ د امریکې صدر په دې قانع کړو او ماته پکار وو چې د ټولې دنیا خلاف وریږم او ددې معاهدې مخالفت وکړم،" ښاغلي نېټن یاهو وویل.

د ایران سره معاهده د پخواني صدر براک اوباما په دور کې په کال ٢٠١٥ کې لاس لیک شوي وه.

اسرائیلي وزیراعظم ایران سره د معاهدې نه د وتلو د صدر ټرمپ د فېصلې دفاع کړې ده او په دې لړ کې یې د گڼ شمیر هېوداونو دورې هم کړې دي. د جون په میاشت کې اسرائیلي وزیراعظم په څلورو ورځو کې په برلن، لندن او پېرس د یورپي مشرانو سره خبرې وکړې او د هغه د نایبینو په وینا دا کوښښ یې و چې دغه هېوادونه دې د ایران پوځي او سیاسي نفوذ مخه نیولو کې خپل کردار ادا کړی.

د بېجمن نېټن یاهو د یورپي هېوادونو د سفر په مهال د هغه مرستیالان وايي د تېرو وختونو په مقابل کې دا ځل هغه خبرې واوریدل شوې. د نېټن یاهو مرستیالان دا دعوه هم کوي چې یورپي رهبران یې په دې اماده کړل چې په منځني ختیځ کې به د ایران د پوځي او سیاسي عزایمو به مخه نیسي.

که بېنجمن نیټن یاهو په یو وخت کې په نړیواله کچه د تنهايي سره مخامخ و نو دا وخت د صدر ټرمپ د وایټ هاوس سره د ملگرتیا په وجه دی اوس یو بااثر رهنما گټل کیږي او د واشنگټن نه واخلې تر د ماسکو پورې نفوذ لري. اسرائیلي سفارتکاران وايي په بېنجمن نېټن یاهو په هفته کې لږ تر لږه دوه ځله د روس صدر ولادېمیر پوټن سره خبرې کوي.

د دې میاشت په شروع کې صدر ټرمپ او صدر ولادېمیر پوټن دواړو په فن لېنډ کې په یوه مشترکه خبري غونډه کې د بېنجمن نېټن یاهو په خصوصي توگه ستاینه وکړه او وې ویل چې د اسرائیل په دفاع کې به د اسرائیل مرسته کوي.

که په نړیواله کچه بېنجمن نېټن یاهو بااثره رهنما گڼل کیږي خو د هېواد دننه هغه په سیاسي توگه د مشکلاتو سره مخامخ دی او د بډو رشوتونو سنگین الزامات لگول شي دي.

جانتن رینلډ د لندن د څېړنې ادارې چېتم هاوس څېړونکی دی وايي د اسرائیلیانو اکثریت د بېنجمن نیېټن یاهو د کارگردگۍ نه مطمئین نه دي خو هغه د هېواد دپاره غوره وزیراعظم گڼي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG