لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نړۍ یروشلم ته د امریکې د سفارتخانې د منتقل کیدو مخالفت کړی دی


د سکیورټي کاونسل غونډه په داهسې حال کې کیدونکې ده چې د گل، دوشنبې، په ورځ په غزه کې په تیرو پنځو کلونو کې د اسرائیلیانو او د فلسطینیانو ترمنځ تر ټولو زیات خونړی تشدد رامنځته شو او ببت المقدس ته د امریکې د سفارخاتې د منتقل کیدو خلاف د فلسطینیانو په مظاهرو کې اسرائیلي ځواکونو د ٥٠ نه زیات فلسطیتیان ووژل

په غزه کې په صورتحال د غور دپاره د ملگرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل غونډه په بېړنۍ توگه د نهی، سه شنبې، په ورځ رابلل شوي ده. د منځني ختیځ دپاره د ملگرو ملتونو خصوصي استازی نکولای ملادینوف به د پروشلم نه د سکیورټي کاونسل غونډې ته تازه حال وړاندې کوي.

د سکیورټي کاونسل غونډه په داهسې حال کې کیدونکې ده چې د گل، دوشنبې، په ورځ په غزه کې په تیرو پنځو کلونو کې د اسرائیلیانو او د فلسطینیانو ترمنځ تر ټولو زیات خونړی تشدد رامنځته شو او ببت المقدس ته د امریکې د سفارخاتې د منتقل کیدو خلاف د فلسطینیانو په مظاهرو کې اسرائیلي ځواکونو د ٥٠ نه زیات فلسطیتیان ووژل.

د سکیورټي کاونسل د غونډې نه وړاندې کویت یو بیان وړاندې کړی و چې د فلسطینیانو په وژل کیدو یې د خفگان څرگندونه کوله خو د پېښې بې پلوه تحقیقاتو غوښتنه پکې شوې وه خو په سکیورټي کاونسل کې د اسرائیل حمایتي هېواد چې د وېټو اختیار هم لري، د کویت د بیان مخه ونیوله.

د ملگرو ترڅنگ، د امرېکې مخالفینو هم د گل، دوشنبې، په ورځ یروشلم ته د امریکې د سفارتخانې د منتقل کیدو غندنه وکړه. د امریکې د گام ناقدین وايي ددې په نتیجه کې به په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی لا نور هم زیات شي.

د امریکې د یورپي اتحادیانو ترڅنگ، گڼ شمیر اسلامي هېوادونو د تل ابیب نه یروشلم ته د امریکې د سفارتخانې د منتقلۍ غندنه وکړه.

وایټ هاوس وايي تشدد فلسطینیانو راپارولی دی. د وایټ هاوس نایب ترجمان راج شاه وویل حماس قصداً دا ردعمل راپارولی دی او څه رنگ چې د امریکې خارجه وزیر مایک پامپی یو ویلي اسرائیل د خپلې دفاع حق لري.

خو ځینې امریکایان یروشلم ته د امریکايي سفارتخانې د منتقلۍ په اړه پوښتنې پوښتنې کوي. په واشنگټن د ټرمپ هوټل بهر د یهودیانو ډلې مظاهره وکړه او په فلسطیني علاقو یې د اسرائیل د قبضې د ختمولو او فلسطینیانو ته د مساوي حقونو ورکولو غوښتنه یې وکړه.

د واشنگټن په مظاهره کې برخه اخیستونکي ایتن ملر وايي یروشلم مقبوضه ښار دی چرته چې درې لکه او اویه زره فلسطنیان هم ژوند کوي خو د خپلو یهودي گونډیانو برابر حقونه نه لري.

د امرېکې د نژدې ملگري هېواد برطانيي د وزیراعظمې تریسا می ترجمان وویل ترڅو په منځني ختیځ کې د امن حتمي لوظنامه نه وي ترسره شوي "مونږ یروشلم ته د سفارتخانې د منتقلولو د امریکې د فېصلې سره متفق نه یوو."

د فرانس صدر اېمینیول مېکران په غزه کې د تشدد غندنه وکړه او وې ویل چې په وار وار یې خبرادری یې کړی و چې یروشلم د اسرائیل د مرکزي ښار په توگه د تسلیمولو د صدر ډانلډ ټرمپ فېصله به بدې نتیجې راوپاروي. هغه وویل د اردن باچا شاه عبدالله او د فلسطیني صدر محمودعباس سره یې خبرې کړې دی او د نهې، سه شنبې، په ورځ به د اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو سره هم خبرې کوي.

د روس خارجه وزیر سرگی لاو رو هم د امریکې گام سره د روس مخالفت تکرار کړو او وې ویل چې داغیر مناسب دی په یو اړخیزه توگه د نړیوالې ټولنې فېصلې دې بیرته واخیستل شي.

د پاکستان خارجه وزارت هم په یو بیان کې د امریکې د فېصلې مخالفت وکړو او وې ویل دا د نړيوالو قوانینو او د ملگرو ملتونو د یو شمیر قراردادونو خلاف ورزي ده. بیان وايي د پاکستان پارلیمنټ هم د امریکايي اقدام مخالفت کړی دی، پاکستان د فلسطیني اولس اوږه په اوږه ولاړ دی او د فلس‍طینیانو د یو داسې ریاست د قیام حمایت کوي چې پایتخت یې القدس وي.

د لبنان وزیراعظم سعد حریري د امریکې فیصله راپارونکي وټاکله او د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف وویل دا "د لوې شرم" ورځ ده.

د سعودي عرب خارجه وزارت د فلسطینیانو د وژل کیدو غندونه وکړه خو یروشلم ته د امریکې د سفارتخانې د منتقل کیدو څه ذکر یې ونکړو.

د ترکي صدر رجپ طیب اردوان د برطانيي د سفر په مهال وویل امریکايي اقدام ډیره د بد قسمتۍ خبره ده او په منځني خیتځ کې یې د امن په بهیر کې د بې طرفه مرکچي حيثیت دلاسه ورکړو.

د ترکي حکومت ویلي په واشنگټن کې یې خپل سفیر د صلاح مشورې دپاره بیرته رابللی دی. په غزه کې د تشدد ورسته ترکي د اسرائیل نه هم خپل سفیر بېرته رابللی و.

ترکي د اسلامی هېوادونو تر ټولو لوې تنظیم او ايي سي ای ارگنایزیشن فار اسلامک کانفرنس بېړنۍ غونډه د جمعې په ورځ رابللې ده.

XS
SM
MD
LG