لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اردوغان بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د ممکنه لیږد په اړه خبرداری ورکړ


یروشلم
یروشلم

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د ممکنه لېږد له امله خپل امریکايي سیال ډانلډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی او سعودي عربستان پرې خپګان او ژوره اندېښنه ښودلې.

اردغان چې خپل واکمن ګوند ته يې په تلویزیون باندې وینا کوله وویل:

(ښاغلی ټرمپ! بیت المقدس د مسلمانانو لپاره ریډ لاین یا سره کرښه ده.)

اردغان ګواښ وکړ که داسې کوم کار وشي نو ترکیه به د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان (او آی سي) غونډه راوبلي او تر دې وړاندې به حتی له اسرایلي دولت سره خپلې اړیکې هم ښايي پرې کړي.

ټاکل شوېده چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ به د بیت المقدس په اړه په روانه اونۍ کې پرېکړه وکړي چې کیدای شي د امریکا د کلونو سیاست پرې په شاتګ وکړي.

که ټرمپ داسې کومه پرېکړه وکړي نو پرضد به یې په فلسطین او عربي نړۍ کې ښايي قهرجن غبرګونونه راوپاریږي.

په ورته وخت کې د سعودي عربستان رسمي خبري رسنۍ ددغه هېواد د بهرنیو چارو د وزارت له خولې راخیستي دي، سعودي عربستان دداسې راپورونو په اړه چې ګواکې د امریکا حکومت قصد لري چې بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژني او خپل سفارت ورته ولیږدوي ژور خپګان او اندېښنه ښودلې.

دا پرېکړه به خطرناکې پایلې ولري او د فلسطینیانو او اسرایلو د شخړې حل به لا پسې پیچلی کړي ځکه د بیت المقدس برخلیک د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د اوږدې مودې راهیسې د شخړې یو له مهمو دلایلو څخه دی.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ خپله دا پریکړه چې بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توګه په رسمیت وپیژني او خپل سفارت ورته ور ولیږدوي ځنډولې ده.

سپینه ماڼۍ وايي، وروسته له هاغې چې د تیرو ۴۸ ساعتونو په موده کې د فلسطین په مسلې باندې د امریکا د متحدینو او د نړۍ د ډیرو مشرانو لخوا ټرمپ ته خصوصي ټیلیفونونه وشول، اوس ښايي ټرمپ خپله دغه پرېکړه له ټاکلې نیټې څخه واړوي.

اروپايي ټولنې هم د ټرمپ ددغه ممکنه اقدام د پایلو په اړه خپله اندېښنه ښودلې ده.

اروپايي ټولنې ویلي دي چې د ټرمپ له داسې ممکنه اقدام سره به د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې بهیر ته زیان ورسېږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG