لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د محنت وزارت: په هېودا کې بې روزګاري په کمېدو ده


د وي او ای رپورټ وايي په داسې حال کې چې اقتصاد د بحالۍ په لوري روان شوی دی یو شمېر کاروبارونه وايي د ضرورت سره سم کارکونکي نه موندل کېږي
د وي او ای رپورټ وايي په داسې حال کې چې اقتصاد د بحالۍ په لوري روان شوی دی یو شمېر کاروبارونه وايي د ضرورت سره سم کارکونکي نه موندل کېږي

د کرونا وایرس د لاسه زیان سره د مخامخ کېدو نه پس د امریکا اقتصاد د بحالۍ په لورې روان شوی او د محنت وزارت یا لېبر ډپارټمنټ ویلي په تېرو پېنځو هفتو کې پرله پسې د بې روزګارۍ په کچه کې کمی لیدل کېږي.

د کرونا وایرس د خپرېدو نه پس په امریکا کې ګڼ شمېرکاروبارونه تړل شوي وو او په ملک کې د خلکو د بې روزګارۍ کچه زیاته شوي وه. امریکا د دنیا تر ټولو لوې اقتصاد بلل کېږي او حکومت یې د ولس معاشي مشکلات اسانولو دپاره خلکو سره مالي مرستې وکړې.

د بې روزګارۍ په صورت کې امریکایان حکومت ته په عارضي ډول د مالي مرستې ترلاسه کولو دپاره خواست کولی شي. دا "کلېمز فار جاب لېس بېنېفتس" یا د بې روزګارۍ په حال کې د مرستې خواست بلل کېږي.

د محنت وزارت یا لېبرډپارټمنټ هره هفته د جاب لېس کلېمز په اړه معلومات خپروي چې د اقتصاد د ښه یا د خراب اندازه ترې کېدلی شي.

که چېرې په یوه هفته کې د بې روزګارۍ په حال کې د مالي مرستې دپاره حکومت ته په خواستونو کې اضافه شوي وي نو دا خراب اقتصاد نخښه ګڼل کېږي او که چېرې دا شرح کمه وي نو د اقتصاد حالت بهتر ګڼل کېږي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د امریکې لېبرډپارټمنټ یا د محنت وزارت په هېواد د بې زورګارۍ په اړه تازه معلومات خپاره کړل چې څرګندوي پرله پسې په تېرو پېنځو هفتو کې د بې روزګارۍ په خواستونو کې کمی شوی دی چې د کرونا وبا نه وروسته د اقتصاد بحالي هم څرګندوي.

د محنت وزارت ترمخه په تېره هفته کې ۳۸۵۰۰۰ بې روزګاره خلکو د حکومتي مرستې دپاره خواستونه وکړل چې د ۲۰۲۰ د مارچ د منځنۍ مودې نه پس تر ټولو کمه شمېره ده.

د وي او ای رپورټ وايي قریباً ۵۲ فیصد امریکایانو د کرونا وایرس په ضد وېکسین اخیستي دي چې د اقتصاد په بحالۍ کې یې ډیره مرسته کړې ده خو د دې باوجود په یو شمېر ریاستونو کې چارواکي خلک وېکسین ته اماده کولو دپاره بېلا بېلې طریقې او ترغیبونه استعمالوي.

په موجوده وخت کې ۱۰ مېلین کسان بې روزګاره دي.

د وي او ای رپورټ وايي په داسې حال کې چې اقتصاد د بحالۍ په لوري روان شوی دی یو شمېر کاروبارونه وايي د ضرورت سره سم کارکونکي نه موندل کېږي او دا په داسې حال کې چې د بې روزګارۍ کچه شپږ اشاریه یو فیصد ده. تېرکال د مارچ په میاشت کې د کرونا وایرس د شروع کېدو په وخت د بې روزګارۍ شرح درې اشاریه پنېځه فیصد وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG