امریکا د جولايي د میاشت څلورمه نېټه د برطانيي نه د ازادۍ د ورځ په توگه لمانځي.
په کال ١٧٧٦ م کې د موجوده امریکې ١٣ ریاستونو برطانيي نه د ازادۍ علامیه یا ډیکلریشن اف انډیپنډنس منظور کړو.
د کال ١٩۴١ م راهسې د جولايي د میاشت څلورمه نیټه په قامي کچه د رخصتۍ ورځ وي، سکولونه او سرکاري دفترونه بند وي. د ورځې د خوشحالۍ دپاره د اتشبازۍ نندارې کولی شي، پریډونه یا خصوصي لاریونونه کولی شي، د موسیقۍ پروگرامونه کېږي او خلک د خپلو خپلوانو سره په کورونو او یا په پارکونو کې خوراکونه پخوي.
اتشبازي
څلورمه جولايي په عامه توگه د اشتبازۍ دپاره یادیږي. د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د اتشبازۍ نندارې وي. تر ټولو لویه د اتشبازۍ مظاهره په نېویارک کې کېږی او بله په سرښار واشنگټن کې وي. په واشنگټن کې د کانگرس د ودانۍ مخې ته د موسېقۍ روایتي پروگرام هم کیږي.
امنیت
په مېلینونو امریکایان د ازادۍ ورځ لمانځي. پولیس او نورې امنیتي ادارې کوښښ کوي چې د دستورو په مهال امن او امان پرځای وي.
په نیویارک کې چرته چې د اتشبازۍ تر ټولو لویه مظاهره کیږي، په لویه شمیره کې به پولیس په لارو کوڅو کې لېدل کیږي. تیر کال درې مېلینه خلک په نیویارک کې د جولايي د څلورمې نېټې د اتشبازۍ د نندارې کتلو ته جمع شوي وو.
په سرښار واشنگټن کې به هم پولیس په لویه شمیره کې پرځای وي. د زرگونو په شمیره کې خلک به د نیشنل مال په میدان د اتشبازۍ مظاهره گوري او د کانگرس د ودانۍ مخې د موسېقۍ په پروگرام کې به برخه اخلي.
په اوهایو ریاست کې پولیس ویلي یو تن یې نیولی چې د القاعده سره یې د خپل تړون اعتراف کړی او د ریاست په کلیولینډ ښار کې یې د ازادۍ په دستوره د حملې اراده لرله.
تاریخ
د کال ١٧٧٦ د جولایي د میاشت په دویمه نېټه د کانټېننټل کانگرس د نوم د لاندې د موجوده امریکې ١٣ ریاستونو برطانيي نه د ازادۍ فېصله وکړه او ډیکلریشن اف انډېپینډنس یا د ازادۍ اعلامیه یې منظوره کړه. د اعلاميي مصنف تامس جفرسن و چې ورسته صدر هم جوړ شو.
د ائین ځینې عالمان وايي د جولايي په کال ١٧٧٦ کې ددغه تاریخي فېصله په وجه دې د ازادۍ ورځ د څلورمې نېټې پرځای د جولايي د میاشت په دویمه نېټه لمانځل کیږی.
برطانيي نه د امریکې د ازادۍ بغاوت په کال ١٧٧٥ کې شروع شوی و. د ازادۍ جنگ هغه وخت ختم شو کله چې په کال ١٧٨٣ کې برطانيي او امریکې د ټریټي اف پېرس یا د پېرس لوظنامه لاس لیک کړه. ددغه لوظنامې دلاندې د امریکې ازادي په رسمي توگه تسلیم شوه.