لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په امریکا کې د افریقايي امریکنیانوغلامۍ نه د ازادېدو ورځ ونمانځل شوه


په واشنګټن کې د اېمېنسېپېشن یادګار

په امریکا کې د جمعې په ورځ د افریقايي امریکنیانو یا د تورپوستو د غلامۍ نظام او د هغوی د ازادۍ د مانځلو په لړ کې د "جونټین" دستورې وشوی، لاریونونه وویستل شو او هغه فرمان ولوستل شو چې پکې د غلامۍ د ختمید اعلان شوی و.

د امریکې پخواني صدر ابراهم لنکن د ۱۸۴۲ د سپټمبر په ۲۲ نېټه په ملک د غلامې نظام د ختموولو دپاره "اېمېنسېپېشن پراکلېمېشن" یا د ازادۍ اعلامیه جاري کړه. د اعلاميي ترمخه تور پوستی تن به غلام نشي ساتل کېدی.

د غلامۍ د ختموولو په اعلامیه د کال ۱۸۶۳ د جنورۍ د لومړۍ نېټې نه عمل شروع شو خو په ځینو برخو کې په کال ۱۸۶۵ کې د غلامۍ د نظام په سر شروع شوي خانه جنګۍ د ختمیدو وروسته هم عمل نه کېدلو. په دغو سیمو د ټېکسس ریاست ګېلوېسټن هم شامل و.

په ګېلوېسټن په غلامۍ کې ښکیل تورپوستو ته د ۱۸۶۵ د جون د میاست په ۱۹ نېټه د غلامۍ نظام د ختمیدو خبر ور ورسیدو. او هم د دې په مناسبت جونټین دستورې نمانځل کېږي.

د جونټین په موقع خپل پېغام کې صدر ټرمپ وویل د غلامۍ بې انصافي په تصور کې نشي نیول کېدی او په دې خوشحالي هم ثاني نه لري. هغه وویل د جونټین دستوره نه یوازې د دې ملک د تاریخ توره تیاره ښکاره کوي بلکې دا خبره هم لمانځی چې دا قوم په تیاره قابوي هم موندلی شي.

د امریکې په ۴۸ ریاستونو کې جونټین د قامي ورځ په توګه نمانځل کېږي.

په ټېنسي ریاست کې د جونټین په لړ کې یو شمېر تورپوستو مظاهره کوونکو د ریاست د سپریم کورټ د لومړي افریقايي امریکني جج د مجسمې مخې ته ودریدل.

د اېسوسي اېټیډ پرېس خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي په امریکا د یو تورپوستي امریکنې د پولیس په ولکه کې د مرګ په سر راپارېدلو احتجاجونو وروسته یو شمیر هغه سپين پوستي امریکایان چې وړاندې به یې جونټین نه پیژندلو اوس دا دستوره لمانځي.

په ډيټرویټ ښار کې د شهري حقونو فعال تورپوستې فعال چېرټي ډین د جونټین په دستوره د سلګونو کسانو غونډې ته وویل نور خلک اوس اوس د جونټین نه خبریږي.

نیویارک او وېسټ ورجینیا کې د جونټین په موقع په حکومتي کارکوونکو ته د رخصت په ورځ د کار معاش ورکول کیږي جې د عام ورځو د اجرت نه دوچنده زیات وي.

سږ کال د جونټین ورځ په داسې حال کې ونماځل شوه چې د می په ۲۵ نېټه د منېسوټا ریاست په مرکزي ښار منیاپلس کې د پولیس په ولکه د کې افریقايي امریکني جورج فلویډ د مرګ په سر په امریکا او د دنیا په یو شمېر نورو ښارونو کې احتجاجونه شول. په امریکا کې د سرښار واشنګټن په شمول په ځینو نورو ښارونو کې د مظاهرو به مهال لوټ مار او د اورونو لګوولو پېښې هم شوي.

فلویډ په مبېنه توګه په جعلي چېک د پېسو اخیستلو په الزام پولیس په داسې ډول نیولی و چې یو افسر ورته په مرۍ زنګون لګولی و او هغه نعرې کولې چې شاه نشي اخستلی. فلویډ وروسته ساه ورکړه. د هغه په مرګ کې تورن پولیس افسران نیول شوي او د غیر ارادي مرګ الزامات پرې لګول شوي دي.

د فلویډ د مرګ په سر احتجاجونو کې ګډون والو د پولیس په نظام کې اصلاتو غوښتنه کوله.

د نهې، سه شنبې، په ورځ صدرډانلډ ټرمپ هغه صدارتي فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د پولیسو په برخه کې ځینې اصلاحات رامنځ ته کېږي.‌ د صدارتي فرمان له مخې به د پولیسو ادارې وهڅول شي چې خپلو ټولنو ته د خدمت پر مهال لوړ مسلکي معیارونه وښيي.

ټرمپ د سپینې ماڼۍ په روز ګارډن کې وویل، "مونږ باید حساب ورکول ښه کړو، روڼوالی یا شفافیت زیات کړو او د پولیسو د روزنې، ګمارنې او له ټولنې سره د چال چلند په برخه کې پر هغوی زیاته پانګونه وکړو.

په منیاپلس ښار کې پولیس خلک د مرۍ په نیولو پابندي لګولې ده.

د جورج فلویډ د مرګ په سر د احتجاجونو په ترڅ کې په امریکا کې د غلامۍ د دور د یارګارونو، مجسمو او نومونو د لېرې کولې غوښتنو هم زورنیولی دی.

XS
SM
MD
LG