لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انصاف وزارت به په وېسکانسن کې په افریقايي امریکني تن د پولیس د ډزو پلټنې کوي 


د جېکب بلېک د ویشتل کېدو خلاف مظاهرې راپارېدلي دي او وایټ هاوس ویلي صدر ډانلډ ټرمپ د هر ډول تشدد غندنه کوي. د نومبر په صدارتي انتخاباتو کې د صدر ټرمپ حریف جوبایډن په جېکب بلېک د ډزو غندنه په ځواب کې د انصاف غوښتنه کړې ده
د جېکب بلېک د ویشتل کېدو خلاف مظاهرې راپارېدلي دي او وایټ هاوس ویلي صدر ډانلډ ټرمپ د هر ډول تشدد غندنه کوي. د نومبر په صدارتي انتخاباتو کې د صدر ټرمپ حریف جوبایډن په جېکب بلېک د ډزو غندنه په ځواب کې د انصاف غوښتنه کړې ده

د امریکې د انصاف وزارت به د شهري حقونو په لړ کې په وېسکانسن ریاست کې په یو افریقايي امریکني تن د پولیس د ډزو تحقیقات کوي.

جېکب بلېک د اتوار، يکشنبې، په ماښام د وېسکانسن په کېنوشا ښار کې یو پولیس افسر په ډزو ویشتلو. هغه په جزوي توګه معزوره شوی دی.

د جېکب بلېک د ویشتل کېدو خلاف مظاهرې راپارېدلي دي او وایټ هاوس ویلي صدر ډانلډ ټرمپ د هر ډول تشدد غندنه کوي. د نومبر په صدارتي انتخاباتو کې د صدر ټرمپ حریف جوبایډن په جېکب بلېک د ډزو غندنه په ځواب کې د انصاف غوښتنه کړې ده.

د انصاف وزارت د شورو، چهارشنبې، په ورځ‌ په خپل بیان کې وویل د جېکب بلېک د ویشتل کېدو په اړه تحقیقات به وفاقي تحقیقاتي اداره اېف بي ايي کوي او د وېسکانسن قانون عملي کوونکي او نورې ادارې به یې مرسته کوي.

د وېسکانسن د پېښې په اړه د شورو، چهارشنبې، په ورځ یو بیان جاري کړو. په بیان کې وېل شوي یوې مېرمنې پولیس ته اصلاع ورکړه چې یو تن چې جېکب بلېک و، د هغې د کور نه نځي. کله چې پولیس موقعې ته ورغلل نو د کور و مخکې مېدان کې یې جېکب بلېک ولیدلو، چې د مېرمنې بوای فرېنډ یا اشنا و.

رپورټ وايي پولیس د ۲۹ کلن جېکب بلېک د نیوولو کوښښ وکړو خو په هغه قابو وه نه موندلو، هغه د خپل موټر په لوري روان شو.

د وېسکانسن د انصاف وزارت وویل کله چې بلېک د موټر دروازه خلاصه کړه او ورټېټ شو نو رسټن شسکي نومې پولیس افسر پرې د شا نه اووه ډزې وکړې.

چارواکي وايي د بلېک د موټر په فرش چاړه پرته وه. د ریاست د انصاف وزارت ترمخه بلېک پولیس ته ویلي وو چې هغه سره چاړه ده خو دا نه ده معلومه چې کوم پولیس افسر په هغه ډزې کړي هغه ته دا عمل وو چې ایا د موټر په فرش چاړه پرته ده؟ او یا ده چې آیا بلېک د خپلې چاړه دلارې پولیس ته څه خطر راولاړ کړی و او که نا؟

د جېکب بلېک وکیلان وايي هغه پولس ته هیڅ خطر نه و پېدا کړی او دا خبره ردوي چې د هغه په قبضه کې چاړه وه. د هغه وکیلان وايي جېک بلېک خپل درې ماشومان نه ناقراره وضعیت نه ویستل غوښتل.

په داسې حال کې چې په بلېک د ډزو تحقیقات دوام لري، چارواکي وايي یو ۱۷ کلن تن په ډزو دوه کسان و وژلو په لړ کې نیول شوی دی. دغه پېښه په جېکب بلېک د ډزو په ضد د احتجاجونو په مهال شوي ده. و

صدر ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر وویل په کېنوشا کې د امن او امان پرځای کوولو دپاره به د نېشنل ګارد ځواکونه پرځای کوي.

د وایټ هاوس ترجمانې کېلی مېک ايينېني په یو بیان کې وویل صدر ټرمب د هر ډول تشدد غندنه کوی او امریکنیان به د هر ډول بې قانونۍ نه محفوظ ساتي.

د ډېموکرېټک پارټۍ صدراتي امیدوار جو بایډن د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټوېټر په وډیو پېغام کې وویل هغه د جېکب بلېک د مور او پلار سره خبرې کړي دي او ورته یې ډاډ ورکړی چې انصاف به کېږي. جوبایډن وویل تشدد ختموول او په د رایو ځای کېدو دلارې د انصاف غوښتنه کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG