لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کابل په انټرکانټېننټل هوټل حمله کې یو شمیر امریکایان هم وژل شوي


د کابل انټرکانټېننټل هوټل

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ویلي چې د کابل پر انټرکانټننټل هوټل د وسله والو برید کښې یو شمیر امریکايي وګړي هم وژل شوي دي. په برید کښې ٢٢ کسان وژل شوي دي چې پکې ۱۴ بهرنیان هم شامل دي.

امریکايي چارواکی وویل "مونږ د دې خبر پخلې کوو چې په پيښه کې امریکايي وګړي هم وژل شوي او د هغوي کورنۍ او ملګرو ته خواخوږی وړاندې کوو."

د امریکا حکومت د پيښې وروسته په سمدستي توګه د امریکايي وګړو د وژل کیدو په حقله څه نه وو ویلي او تر دا مهال یې هم د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره نه ده په ډاګه کړی.

د برید په اړه جزئیات لا تر اوسه د پلټنو د لاندې دي خو یو افغان چارواکي رویټرز خبري ادارې ته ویلي چې ډیر امکان لري چې د وسله والو سره د هوټل دننه نه هم چا مرسته کېړ وي.

له دوو هفتو راهسې د انټرکانټیننټل هوټل د امنیت چارې یوې خصوصي کمپنۍ یا شرکت ته سپارل شوي دي. او دا مهال دغه کمپنۍ هم د سختو پلټنو د لاندې ده. افغان چارواکی وايي دغه امنیتي شرکت ته پکار دي چې ډیر وضاحتونه وړاندې کړي ځکه چې د هوټل څخه دننه د بریګرو سره د مرستو امکانات خورا زیات دي.

افغان ځواکونه وايي دوی وتوانیدل چې ۱۶۰ کسان وژغوري چې پکې ۴۱ بهرنیان وو.

په هوټل کې ایسارو خلکو د ځان ژغورنې هڅه کوله. په یوه خپره شوې ویډیو کښې لیدل کیږي چې خلک غواړي د ټوکر په مرسته د هوټل له کړکیو او بیا له برنډې لاندې کښته شي.

د کام اېیر الوتنو کمپنۍ یو پیلوټ ویسیلیس فوکس نیوس سره خبرو کښې ویلي چې هغه د کټ میټریس یا توشک څیرې کړی او په کښې پټ شو. هغه وايي" وسله والو لومړی بهرنیان وژل او بیا یې د هغوي پر مړو خندل. ما د خلکو چغې او په دروازو باندې د ډزو او مرمیو لګیدلو غږونه اوریدل."

که څه هم د کابل په هوټل د شوي برید پړه د طالبانو ډلې په غاړه اخستې خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي داسې شواهد لاس ته راغلي چې دغه برید دحقاني ترهګرې شبکې کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سینړرز وویل چې د طالبانو دغه ‌‌ډله باید پرې نښودل شي چې د پاکستان د خاورې څخه استفاده وکړي.

XS
SM
MD
LG